په جرمني کي د نوو نازيانو پرضد مظاهره وسوه
۱۳۸۷ بهمن ۲۷, یکشنبهببمارۍ د فبرورۍ د 13 څخه تر 15 پوري دوام درلودی.د دغو ببماريو په نيتجه کي د درزدن د اټکلونو له مخه 25 زره اوسیدونکي ووژل سول او دغه ښکلی ښار د خاورو او ايرو سره برابر سوو.
د دغي پيښي د يادون څخه دسياسي استفادې له پاره هر کال د هيټلر یو شمېر پلويان چي د نوو نازيانو په نامه ياديږي، راولاړيږي او په دغه ښار کي په لاريونونو او غونډو لاس پوري کوي. پرون په زر ګونو خلکو د نوو نازيانو د لاريونونو او ټولنو پر خلاف په درزدن کي په مظاهرو لاس پوري کړی.
دپوليسو د معلوماماتو له مخه په دغه احتجاجي مظاهره کي څه ناڅه 6000 زرو خلکو ګډون کړی ؤ. دهغې سازمان ورکونکو چي د کليساوو، ګوندونو او کارګري اتحاديې استازو څخه عبارت ؤ،12500 مظاهرچيانوله ګډون څخه خبر ورکړی. د آلمان د سوسيال ډيموکراټ د ګوند مشر، فرانس ميونتي فيرنګ چي هغه هم د نو نازايانو ضد مظاهره کي يې ګډون درلود وويل.
«موږ د جګړې د ټولو قربانيانو له پاره غم شريکي کوو. او په خاصه توګه هغه انسانان چي په دې ښار درزدن کي د جګړې قربانيان سول. خو موږ په دې هم پوهيږوچي دا جګړه څنګه پيل سوه. دا جګړه په1939 کال کي د نشنل سوسيالستانو له خوا پيل سوه.