په جرمني کي د تروريستي حملو بيره سته
۱۳۸۹ آبان ۲۶, چهارشنبهدوي همدا راز وايي چي د دغو حملو د مخنوي لپاره په هغو ځاينو کي چي د تروريستو حملو د ترسره کولو ګمان کيږي، امنيتي تدابير شديد سوي دي.
د المان د کورنيو چارو وزير، توماس دي ميزيې، ويلي دي چي د دغو حملو په اړه معلومات، امريکا ته د ځينو بمونو د پارسل کيدو څخه وروسته تر لاسه سول.
توماس دي ميزيې يو خبري کنفرانس ته وويل: د المان امنيتي وظعيت په دي اخرو کي جدي سوی دی. موږ دقيق شواهد په لاس کي لرو چي د نومبر په اخرو کي، په المان کي يو لړ تروريستي حملي پلان سوي دي.
د المان د کورينو چارو وزير همدا زار زياته کړي ده چي د المان يو نړيوال ملګري، د يمن د پيښي څخه وروسته الماني چارواکو ته ويلي دي چي پر دغه هيواد د همدې مياشتي په اخرو وروځو کي يوه تروريستي حمله پلان سوې ده.
دا په داسي حال کي ده چي د جرمني پوليس وايي چي ځيني اسلامپال ترهګر په دغه هيواد کي کوښښ کوي ترڅو ترورستي حملي ترسره کړي. د همدغو ګواښونو په پايله کي، د جرمني پوليسو امنيتي تدابير لا ډير کړي دي.
توماس دي ميزيې همدا راز زياته کړي ده چي اوسنی وضعيت د تشويش وړدی خو جرمنيان به د بين المللي تروريزم څخه ونه بيريږو.
د کورنيو چارو وزير ويلي دي چي اوسني امنيتي خطر په 2009 کال کي د هغه امنيتي خطر سره د مقايسي وړ دي چي د المان ټاکني يي تر تحديد لاندي نولي وې.
تيره مياشت امريکايي او بريتانيايي سرچينو کواښ کړي وه چي المان او فرانسه د القاعدي سره تړلو تروريستي ګروپونو تر حملو لانده راتلای سي، خو دغه کواښ د المان د کورنيو چارو د وزير له خوا جدي نه وه نيول سوی.
دا په داسي حال کي ده چي د همدي مياشتي په لومړيو کي د المان د کورنيو چارو وزير، توماس دي ميزيې، ويلي وه چي دی دقيق شواهد په لاس کي لري چي اروپا او امريکا د تروريستي حملو د خطر سره مخ دی.
جرمني چارواکو دغه هيواد تل د تروريستي حملو د يو هدف په توګه منلی دی ځکه چي دغه هيواد په افغانستان کي 4590 پوځيان لري او د امريکا او برتانيې څخه وروسته دريم هيواد دی چي په افغانستان کي تر تولو ډير پوځيان لري.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجيب الله زيارمل