په بروکسل کي د افغانستان په اړه خبري کيږي
۱۳۹۱ آذر ۱۵, چهارشنبهاعلان
د ناټو غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزیران نن چارشنبه په بروکسل کښي تر۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د دغه تړون د ستراتیژۍ په اړه سلا مشورې کوي. د دوی په دغه کتنه کښي به تر ټولو دمخه پر دې باندي خبري وسي، چي څرنګه به د افغاني پولیسو روزنه او ماموریت په اینده کښي تمویلیږي. د ناټو په غوښتنه باید دغه جنګڅپلی هيواد خپل امنیتي مسئولیت او د هغه مصارف په کراره کراره پر خپله پر غاړه واخلي. د اکتوبر په لومړيو کښي د ناټو د دفاع وزیرانو د تمریناتي او تعلیمي ماموریت په باب بحث وکړ، چي په ۲۰۱۵ کال کښي د بهرني جنګي قواوو تر وتلو وروسته شروع کیږي. د جرمني د بهرنيو چارو وزیر ګیدو ویستر ویله او د ناټو خارجه وزیران د دې برعکس د لومړي ځل له پاره په دغه شکل سره پر موضوع باندي خبري کوي.