1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د امريکا د ځواکونو د لوی قوماندان جنرال ميکرنان پر ځای جنرال مک کريستال تعين شو

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۲, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالتونو د دفاع وزير رابرت ګيتس په يو مطبوعاتي کنفرانس کي د دوشنبي په ورځ څرګنده کړه چي، په افغانستان کي د امريکايي پوځونو په راس کي دا بدلون د نوي ستراتيژۍ د عملي کولو لپاره لازم دي.

https://p.dw.com/p/HoKS
Stanley McChrystalانځور: AP

د افغانستان وضعه پدي وروستيو مياشتو کي ډيره خرابه شويده. طالبان چي د امريکا متحده ايالتونو لخوا تر اوسه تل په هغو باندي بری اعلام شوي وو، پدي بريالي شوي دي، چي له پاکستان سره د افغانستان د ګډي پولې په سيمه کي بيرته سره راغونډ شي. اود ايتلاف له قواوو سره د دوي جګړي، او د دوي تروريستي ګوذارونه ورځ په ورځ ډير شوي اوهمدغه ډول د ايتلافي ځواکونو، او د ناتو هوايي بريدونه چی د ملکي وګړو ترمنځ د ډيرو کسانو د قرباني کيدو سبب شوي، د دي باعث ګرځيدلي چي ډير خلک نور د دوي ملاتړونکړي.

د اوباما حکومت پدي نوي ستراتيژي کي له پوځي پلوه نوي فکر، د پوځ د شمير ډيرول، همدغه ډول ديپلوماسي نوښتونه، اوملکي او اقتصادي مرستي په پام کي نيول شويدي .ګيتس ويلي:

«اوس مونږ نوي سياست لرو، چي زمونږ نوې جمهور ریس دعمل جامي وراغوندی. مونږ نوي تګلاره، نوي تدابیر اونوي سفير لرو. نو زه فکرکوم چي د پوځ په مشرتابه کي هم بدلون لازمي دي.»

ګيتس جنرال ميکرنان ته په مخامخ ډول د پاتي راتلو پيغور ندي ورکړي. خو دا يي په ډانګ پويلي توګه وويل چي دا به ډيرمناسب کارنوي، چي لکه هسي چي معموله ده ۱۸ او یا ۲۴ مياشتي په پوځي مشرتابه کي د بدلون د راوستلو لپاره انتظار وښکل شي.دوي د عراق له جګړي څخه زده کړي دي، کله چي نوي مفکوره منځ ته راغلي وي د شک په صورت کي بايد په پوځي مشرتابه کي ډیر زر بدلون راوستل شي. ګيتس زياته کړيده چي:

«په افغانستان کي د نوي ستراتيژۍ، نويو تدابيرو، او نويو ملي او نړيوالو ګمارنو له امله اوس په پوځي مشرتابه کي د بدلون راوستلووخت، کّه څوک د بدلون راوستل په پام کي ولري رارسيدلي دي. اوس مونږ د دي نوي ستراتيژۍ په پيل کي يو.»

جنرال ميکرنان دا ۱۱مياشتي کيږي چي په افغانستان کي د امريکا متحده ایالتونو د پوځ عموي قوماندان دی. ګيتس د دي پوښتني په ځواب کي چي آيا لدي سره د جنرال ميکرنان پوځي پرمختګ پاي ته رسيږي، په ځواب کي په لنډ ډول وويل چي:

«احتمال يی شته. خوميکرنان به ترهغو پوري په خپلې دنده کي پاتي شي، چي د هغه د خلف سره سنا موافقه وکړي. پدي برخه کي کوم شک نشته، چي سنا به د ده خلف ومني. دا سړي تعين شوي دي او څر ګنده ده چي جنرال ستنلي مک کريستال به په افغانستان کي د امريکايي پوځ عمومي قومانداني په غاړه واخلي. د ده ترلاس لاندي به په مخامخ ډول جنرال ديويد رودريګس وي. دوي دواړه په عراق کي د پاڅون کونکو په وړاندي جګړه کي بريالي وو. نو د دې انتظار کيږي چي د دوي دا تجربه اوس په افغانستان کي هم د دوی په ښه ورشي.

رحيله اميری
کتونکی: يحيی وردک