1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د آلماني عسکرو شمېر کميږي

۱۳۹۱ آذر ۸, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16rpJ

د آلمان کابينې پرېکړه کړې ده، چي په افغانستان کي د دغه هيواد د عسکرو شمېر راکم کړي. د پرېکړي له مخي به د ۲۰۱۴ مېلادي کال تر شروع پوري له افغانستان څخه ۱۰۰۰ تنه الماني سرتيري راوايستل سي. دا په داسي حال کي ده چي اوس په افغانستان کي نزدې ۴۹۰۰ سرتيري مېشته دي. د عسکرو د شمېر کمونه له افغانستان څخه په بشپړه توگه د آلماني عسکرو د راوتلو لومړی گام بلل کيږي. د آلمان حکومت د نوي راپور له مخي په روان کال کي په افغانستان کي لږ بهتري راغلې ده. د آلمان د بهرنيو چارو وزير گېدو وېستروېله وويل، چي افغان امنيتي ځواک ته د امنيت سپارلو پروسه په ښه توگه پر مخ روانه ده. د هغه په وينا په افغانستان کي اوږدمهاله ثبات يوازي هغه وخت ممکن دی چي افغانان په خپلو منځو کي سوله سره وکي.