په اشغالي خاورو کي د اسرائيلي پوځ د کړووړو نوي بربنډوني
۱۳۸۹ آذر ۲۶, جمعهد پخوانيو عسکرو دغه سازمان د 100 هغو عسکرو خبري او نقل قولونه نشر کړي دي ، چه په تيرو لسو کلو کي يې په فلسطيني اشغالي سيمو کي دندي اجرأ کړي دي .
دا سازمان غواړي چه د کتاب د لاري عامه ذهنيت خبر سي . د سازمان يو 27 کلن مؤسس يهودا شاول وايي ، چه د اسراييلو د حکومت د رسمي دلايلو پر خلاف چه دوي هلته يوازي په دفاعي حالت کي دي ، په عمل کي دوي په تعرضي حالت کي دي
يهودا شاول وايي:«پوځ هلته پدې خاطر دي ، چه په فلسطيني سيمو کي د پوځ پاتي کيدو ته قانوني بڼه ورکړي . نن ورځ پوځ په فلسطيني اشغالي سيمو کي په هغه شکل دي ، لکه تير لس کلونه ، او د هغه په حالت کي هيڅ بدلون ندي راغلي . »
يهودا شاول زياتوي چي د 6 کلو په جريان کښي يې د خپل سازمان د تأسيسيدو راهيسي د 730 پخوانيو عسکرو خبري او نقل قولونه راټول کړي دي . دي پخپله يو غټ او قوي سړي دي چي د 2001 څخه تر 2004 کلو پوري يې د لويديز اردن په جنوب کي وظيفه اجرأ کړې ده ، او وروسته يې نور نه غوښتل چه چپ پاته سي .
د عسکروبيانونه ښکاره کوي چه هلته د دفاعي تدابيرو تر نامه لاندي بايد ښکاره سي ، چه څوک اصلأ ددغي سيمي حاکمان دي .
يهودا وايي ، « کله چه سړي د عسکرو خبري او نقل قولونه وګوري ، نوپوهيږي چه تر دفاعي تدابيرو لاندي يوه غټه طرحه موجوده ده ، يعني داچي د پوځ د دفاعي تدابيرو په چوکاټ کي هر ډول تعرضي عملياتو ته اجازه سته »
داچي د دي کار څخه د اسراييلو مقصد چي څه دي د Breaking the Silence د د بشري حقونو د سازمان مؤسس، يهودا شاول يې داسي بيانوي: « طرحه داده چه فلسطينان بايد دا احساس وکړي ، چه اسراييلي پوځ هر ځاي سته ، او دوي بايد د دې څخه وبيريږي چه حمله پري کيږي . نظاميان بيله هر ډول پوښتني څخه کورو ته ورننوزي ، که هغه شپه وي ، او يا ورځ ، دوي کورونه تلاشي کوي . دوي د شپې پر سړکانو ګرځي ، لاسي بمونه او اوښکي بهونکي ګازونه اچوي ، خلک خوب ته نه پريږدي . داسي کارونه کوي ، تر څو داسي حالت رامنځته سي ، چه خلګ احساساتي او بيا ونيول سي . »
د Breaking the Silence د سازمان د کتاب د خپريدو په وړاندي د غبرګون په توګه د اسراييلو وسلوالو ځوکونو وويل چي د دغه سازمان دا کار د پوځ په هکله بي انصافي ده، د دي پر ځاي چي دغه ډول اسناد اړوندو حقوقي مراجعو ته وسپارل شي، غوره يي ګڼلي چي «ګډود معلومات» خپاره کړي.
کليمنز ورينکوته/ قاسم نوري
کتونکي: عبدالباري حکيم