ټولي نړۍ د افغانستان څخه د سرتيرو دايستلو نېټه ټاکلې خو جرمني غلی دی
۱۳۸۹ مرداد ۱۹, سهشنبهيورگن تريتين وويل: زه دا ډيره بې معنی گنم چي ټول نړۍ پر يوه ټاکلي نېټې د خپلو عسکرو د ايستلو خبري کوي ولي د جرمني حکومت تر اوسه په دې اړه هيڅ نه وايي چي څه وخت خپل عسکر د افغانستان څخه باسي.
هغه د dpa خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي چي، که چيري داسي وي چي ۲۰۱۴ کال بايد په افغانستان کي د جگړې د پای کال وي،« نو زه هم د جرمني د حکومت څخه د عسکرو د ايستلو د يو پلان د وړاندي کولو په تمه يم.»
هغه زياته کړې ده چي حکومت بايد ووايي چي دوئ تر هغه وخته په افغانستان کي نور څه کوي.
د جرمني پارلمان لخوا د افغانستان د پاره د نوي ستراتيژۍ د پريکړي له مخه چي د روان کال د فيبرورۍ په مياشت وسوه، ښايي په ۲۰۱۱ کال کي د عسکرو په ايستلو پيل وسي.
په ۲۰۱۴ ميلادي کال کي د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته افغان امنيتي ځواکونه بايد د هيواد د امنيت چاري په خپله په غاړه واخلي.
د رواني مياشتي په لومړيو کي هالنډپه لوېديځو هيوادونو کي لومړی هيواد دی چي د افغانستان څخه يې قدم پرقدم د خپلو عسکرو ايستل پيل کړه.
ag/ زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم