يو افغان پوهاند د ګويته په مډال و وياړل سو
۱۳۸۶ اسفند ۱۳, دوشنبهاعلان
د ګويټه انستيتوت خبر ورکړی دی، چي نورو دوو کسانو يو د فرانسوي تياتر رژيسور برنارد سوبيل او بل امريکايي ترجمان جان ووډس هم دغه مډالونه په لاس ر اوړي دي. مډالونه به د مارچ دمياشتي پر 26 نېټه ددغه انستيتوت د پخوانۍ مشري يوتا ليمباخ لخوا په وايمر کي ورکړل سي. دغه مډالونه هغه شخصيتونو ته ور کول کېږي، چي په خاص ډول يي د نړيوال کلتور په انتقالولو کي خدمت کړی دی. بهبود د کابل په پوهنتون کي د جرمني ژبي د څانګي د بيا جوړولو ته ځان وقف کړی دی.