يمن: د پوځ په عملیاتو کې ۲۴ کسان ووژل شول
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۸, پنجشنبهاعلان
د یمن د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د چهارشنبې په ورځ لږ تر لږه ۲۴ کسان ووژل شول. د یمن دولت دغه عملیات القاعدې پورې د تړلو کسانو د په نښه کولو په موخه په لارې اچولي دي. د دې هیواد په جنوب کې د انصار الشریعه په نوم ډلې په وروستیو کې ډیر کنترول پیدا کړی دئ. یمني ځواکونه اوس مهال له امریکا څخه ملاتړ تر لاسه کوي چې پخپل هیواد کې د القاعدي پورې تړلو ډلو پر وړاندې پوځي عملیات تر سره کړی.
واشنگټن د یمن له نوي ولسمشر د ملاتړ په کولو سره غواړي چې په دې هیواد کې د هغه نفوذ او واک ډیر کړي.