وېسترویله د ترکيې او سوريې د کړکېچ پر سر د خبرو له پاره انقرې ته ځي
۱۳۹۱ مهر ۲۲, شنبهاعلان
د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ویسترویله به د شنبې په ورځ په استانبول کي د سوريې او ترکيې د کړکېچ پر موضوع د خپل ترکي سيال احمد داود اغلو سره وويني.
الماني وزير په تيرو ورځو کي څو څو ځله پر سوريې او ترکيې غږ کړی وو چي يو د بل پر وړاندي له حوصلې څخه کار واخلي. د نوموړو هيوادونو تر منځ اړيکې خړې پړې سوې دي.
د ترکيې پر خاوره څو ځله له سوريې څخه توغندي توغول شوي دي چي ترکي پوځ ئې هم په توغنديو ځواب ورکړی دی.