ویني څیلوس د یونان د سوسیال ګوند د مشر په حیث ټاکل سوی دئ
۱۳۹۰ اسفند ۲۹, دوشنبهاعلان
د یونان د سوسیال ګوند PASOK د مشر په حیث د دغه هیواد د مالیې وزیر اِوانګیلوس ویني څیلوس، ټاکل سوی دئ. د ګوند په داخلي انتخاباتو کي هغه ۹۷ فيصده رايي خپلې کړې، او هغه یواځینی نوماند وو. د اټکلونو له مخې په دغو ټاکنو کې تر ۲۰۰۰۰ ډیرو کسانو برخه اخیستې وه. د دغه ګوند مشر، پخواني صدراعظم ګیورګیوس پاپاندریو استعفأ ورکړه او ګوند ئې په سیاسي لحاظ ډیر ضعیفه سوی دئ.