ویستر ویله غواړي په مسکو کې د سوریې د کړکېچ په اړه خبرې وکړي
۱۳۹۱ تیر ۱۵, پنجشنبهاعلان
د المان د بهرنیو وزیر ګیدو ویستر ویله نن د یوې ورځې له پاره مسکو ته سفر کوي. د روسیې د بهرنیو چار وزیر سیرګي لاوروف سره د ده د خبرو اترو اصلي موضوع د سوریې د کړکېچ په اړه ده. روسیې تر اوسه پورې د هغو ټولو هڅو څخه مخنیوی کړی دئ چې د سوریې واکمن بشارالاسد دې استعفا ته مجبوره کړي.
ویستر ویله همدارنګه غواړي په مسکو کې د روسیې د اپوزیسیون د مشرانو سره هم وګوري. تر هغې وروسته به هغه نن شپه پاریس ته هم سفر وکړي. د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د جمعې په ورځ د نوي ولسمشر فرانسوا اولاند، په بلنه د سوریې په اړه د نړیوالو دوستانو یوه غونډه جوړیږي.