هسپانیه: د صدراعظم گوند سیمه ییزې ټاکنې گټلي دي
۱۳۹۱ آبان ۱, دوشنبهاعلان
د هسپانیې د صدراعظم ماریانو راخوي گوند د گلیشیا سیمه ییز انتخابات گټلي دي. د هغه گوند پر دې توانیدلای دی چې په سیمه ییز پارلمان کې د څوکیو اکثریت تر لاسه کړي. د هغه گوند په دغه پارلمان کې ۴۲ څوکې گټلي دي. په عین وخت کې د هسپانیې د باسک سیمه ییزي ټاکنې بیا نیشنلست گوند گټلي دي.