هرات: طالبانو د ښووني په برخه کي د حکومت سره د مرستي ژمنه کړې
۱۳۸۹ بهمن ۱۸, دوشنبهد هغه په خبره پر دي سربيره يې ويلي دي که احتمالا د طالب له نوم څخه په استفادې کومه سيمه کي ښونکي يا مکتب ته زيان واوښت د طالبانو کارندی او د پيژند ګلوۍ په صورت کي به سخت چلند ورسره وسي.
ډيری وخت وسله وال طالبان د هيواد په کچه د ښوني په وړاني د خنډ په رامنځته کيدو او د ښونځيو په سوځولو متهميدل. خو هغوی هر وخت دغه تورونه رد کړي او وايي چي دا ددوی کار نه دی.
د ښوني په برخه کي له غزني څخه نيولې بيا د لوي کندهار په شمول تر بادغيس ولايت پوري د پردې تر شاه ډلي خنډونه جوړوي او سلګونه زره وګړی يې تراسوه له تعليمه بې برخه کړي دي.
تيره شپه د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ په عينک سيمه کي د نامعلومو کسانو له خوا يو ښوونځی په بمونو والوزول سو.
دا لومړی ځل دی چي د طالبانو له خوا حګومت ته د معارف په برخه کي د مرستي ډ اډ ورکول کيږي. خو د افغانستان د ښووني او روزني وزيرلا دمخه په جنوبي ولاياتوکي ورته څرګندوني کړې وي.
د هرات د معارف ريس وويل د مرکزي ادارې په پاملرنه به په لري پرتو سيموکي را روان کال د ښوني په برخه کي هڅي لا پياوړي کړي او د ۵۰۰ زره بيوزله زده کونکو لپاره به د نړيوال خوراکي سازمان په مرسته د خور اکي موادو د کومک لړۍ بيا پيل کړي.
شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل