نظر پوښتنه : پرامريکاباندي د افغانانو باورد کميدو په حال کښي دی
۱۳۸۹ آذر ۱۵, دوشنبهچي ګواکي په افغانستان کښي امنيت راوستلی سي . دغه ټول پوښتنه همدا راز ښيي چي افغانان اوس د طالبانو سره خبرو اترو ته د تير کال په مقايسه ډير ليوال دي .
په همدې حال کښي بيا د افغانستان د دوو جنوبي ولايتو اوسيدونکو، چيري چي د ناټو ډير پوځي عمليات ترسره کيږي، ويلي دي چي د تير ډسمبرمياشتي په پرتله د دوی د ژوند حالت ښه شوی دی .
دغه ټول پوښتنه چي نتايج يې نن خپاره سويدي، د واشنګټن پوست، اي بي سي نيوز، بي بي سي او اي ار دي تلويزيونو لخوا پر لاره اچول شوي وه .
دغه نظر پوښتنه د هلمند په ولايت کښي د ملاحظي وړ پرمختګ ښيي چيري چي امريکايي سمندري ځواکونه قوي پوځي عمليات تر سره کوي . په نوې ټول پوښتنه کښي 67 فيصدو هلمنديانو ويلي دي چي ددغه ولايت امنيتي وضعيت اوس ښه دی . دا په داسي حال کښي ده چي تير کال يوازي 14 فيصدو کسانو دغه خبره کړي وه . په همدې حال کښي د هلمند او کندهار په ولايتونو کښي د هغو کسانو تعداد چي د طالبانوڅخه اخطارونه ترلاسه کوي هم نيمايی ته راکښته سوی دی .
په ټول افغانستان کښي تر پنځوسو فيصدو څخه ډيرو کسانو ويلي دي چي د ناټو ځواکونه دي د 2011 کال په نيمايي کښي د افغانستان څخه په وتلو پيل وکړي . د تير کال په مقايسه ډيری افغانان په دې باور دي چي متحده ايالات په افغانستان کښي منفي نقش لوبوي . په همدې حال کښي د بارک اوباما د هغي ستراتيژيۍ څخه چي په ترڅ کښي يې په افغانستان کښي د امريکايي پوځيانو شمير ډير سو، ملاتړ هم له منځه تللی دی .
يوکال د مخه، په سلو کښي 61 کسانو په افغانستان کښي د 30000 اضافي امريکايي عسکرو د ځای پر ځای کيدلو څخه ملاتړ کوه، خو د نوي نظر پوښتني پر اساس فقط49 فيصده کسان د دغه کار څخه ملاتړ کوي او 49 فيصده نورو کسانو هم د دغي سترتيژۍ سره مخالفت ښوولی دی .
ددغي نظر پوښتني دوه پر دريمي برخي وويل ، چي پر نړيوالو ځواکونو باندي حملې د توجيح وړ نه دي،چه دا د تير کال په پرتله يو ښکاره کموالی ښيي ، پروسږکال هغه درې پر څلرمه برخه وه
په دغه نظر پوښتنه کښي د 1691 بالغو افغانانو سره مرکه سوې ده، اود اکتوبر او نوامبر په مياشتو کښي د افغانستان د ټولنيزاقتصادي او نظر پوښتني څيړنيز مرکز لخوا چي په کابل کښي ميشت دی، تر سره شوې ده .
مسعود جهش
کتونکی : محمد قاسم نوري