ملگري ملتونو د افغانستان څخه دريمه برخه کارکونکي و ايستل
۱۳۸۹ شهریور ۲۵, پنجشنبهبرتانوۍ ورځپاڼه ګاردینز ليکي چي ملګرو ملتونو خپل ۳۰۰ کارکونکو د افغانستان څخه په دې خاطر ايستلي چي د پارلماني ټاکنو پر مهال ورباندي حملې و نسي.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي شتيفن ديميستورا ويلي دي چي دا به ډيره ساده ګي وايي چي موږ په نښه سوي هم يو او موږ دغه پريکړه نه وای کړې.
«طالبانو اعلاميه خپره کړې چي هغوی به پر ټولو هغو کسانو حملې کوي چي په دغه ټاکنو کي برخه اخلي، او موږ په هغه کي تر ټولو فعاله ونډه لرو.»
بله خوا هغه د ملګرو ملتونو د کارکونکو د ايستلو څخه انکار کوي.
ديميستورا وويل« د هغوی ډيريو غوښتل چي مخکي تر دې چي نور رخصتيو ته ولاړ سي دوی په دغه وخت کي ولاړل».
د ګاردينز ورځ پاڼي په خبره د ملګرو ملتونو ډيری کارکونکي به د يوې اونۍ د پاره د افغانستان څخه د باندي وي.
د ملګرو ملتونو هغه کارکونکي چي په افغانستان کي پاته کیږي هغوی بايد امنيتي حالت ډير جدي په پام کي ولري. په ځانګړې توګه د ټاکنو پر مهال هغوی اجازه نه لري چي په مرکز کابل کي د يوه ځای څخه بل ځای ته ولاړ سي.
تير کال د جمهوري رياست د ټاکنو پر مهال د ملګرو ملتون پنځه تنه کارکونکي د وسلوالو کسانو ښکار سول.
په افغانستان کي پارلماني ټاکني په پلان کي ده چي د شبنې په ورځ تر سره سي.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم