ملگرو ملتونو د سوریې له پاره نوی ځانگړی استازی وټاکه
۱۳۹۱ مرداد ۲۸, شنبهاعلان
ملگرو ملتونو دا خبره تائید کړې ده چې لخدر ابراهیمي د سوریې له پاره د نوي ځانگړي استازي په توگه ټاکل شوی دئ. د لخدر ابراهیمي ټاکنه د پخواني استازي کوفي عنان، د استعفأ او د هغه د شپږ ټکیز پلان تر ناکامۍ وروسته تر سره کیږي.
ابرهیمې بیا په یوه داسې وخت کې هم د ځانگړي استازي په توگه ټاکل کیږي چې یوه ورځ وړاندې د ملگرو ملتونو د امنیت شوری په سوریه کې د خپل څارونکي پلاوي د ماموریت د پای ته رسولو پریکړه وکړه.
د ملگرو ملتونو عمومي منشي پر دې ټینگار کوي چې په دمشق کې دې د سیاسي اړیکو یو دفتر جوړ کړای شي چې د واقعاتو څارنه وکړي. په ملگرو ملتونو کې د فرانسې استازي ویلي دي چې ټول غړي باید د دغه وړاندیز ملاتړ وکړي. د ملگرو ملتونو په وینا په سوریه کې له ۱۷ میاشتو راهیسې په روان کړکیچ کې تر ۱۸ زرو زیات انسانان وژل شوي دي.