طالبان: د يرغملو کوريايانو په وژلو مو لاس پورکړی
۱۳۸۶ مرداد ۳, چهارشنبهاعلان
د وروستې رارسيدلو خبرونو له مخي ويل کيږي چې د طالبانو وياند خبري رسنيو ته ويلي چې ددوي خبري د کوريايي پلاوي او افغان دولت سره کومي پايلي ته نه دي رسيدلي او دوي پرېکړه کړې چې د کوريايانو په وژلو لاس پوري کړي. خو تر اوسه پوري افغان دولت په دې اړه رسنيو ته څه ندي ويلي. د ورځي په سرکې افغاني مقامات د 23 کوريايي وگړو له تښتونکو سره خبري اتري گټوري بللي.
وحيدالله مجددي چې له تښتونکو سره د خبرو اترو لپاره د حکومتي ډلي مشري کوي څرگنده کړي چې زه نه پوهيږم چې زموږ خبري اتري به څومره دوام وکړي جو پدې برخه کې چې دا خبري به کومه پايله ولري خوشبيني ښودلي.
د فرانس پرس آژانس د طالبانو د وياند له قوله ويلي چې طالبانو اوس د خپلو اتو تنو ملگرو د خوشي کيدو غوښتنه کړې چې له اتو کوريا يانو سره به يي تبادله کړي خو د پاتي کسانو د تبادلې لپاره به وروسته لست جوړ کړل سي.