شټاين ماير: په افغانستان کي د ديموکراسۍ په راوستلو کي بريالي سوي نه يو
۱۳۹۰ اسفند ۷, یکشنبهاعلان
د المان د حکومت د مخالف گوند سوسيال ديموکرات پارلماني مشر فرانک والتر شټاين ماير ويلي دي چي په افغانستان کي د هغه ډول ديموکراسۍ راتگ مشکل دئ لکه لس کاله پخوا چي ئې د بن په ښار کي د کنفرانس پر وخت پلان جوړ سوی وو.
نوموړي دا څرگندوني د دويچلاند فونک راډيو سره د مرکې پر وخت کړي دي. د شټاين ماير په وينا په افغاني ټولنه کي اوس هم د پخوا په څېر قومي جوړښتونه او وفادارۍ موجودي دي چي له کبله ئې ديموکراسي بشپړه بريالۍ نه ده.
شټاين ماير د افغانستان د جگړې د پېل پر وخت د هغه وخت د لومړي وزير گېرهارد شرويدر د دفتر رئيس او د استخباراتو مسئول وو.