1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

شتاین ماير: آلمان به له اوکراین څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي

۱۴۰۱ آبان ۴, چهارشنبه

د اوکراين ولسمشر د سه شنبې په ورځ د آلمان له ولسشمر، فرانک والتر شتاین مایر څخه مننه وکړه چې هيواد ېې د روسېې پر وړاندې جګړه کې اوکراین سره مرسته کوي.

https://p.dw.com/p/4Ihel
د اوکراين ولسمشر د سه شنبې په ورځ د آلمان له ولسشمر، فرانک والتر شتاین مایر څخه مننه وکړه چې هيواد ېې د روسېې پر وړاندې جګړه کې اوکراین سره مرسته کوي.
د اوکراین ولسشمر ولاديمیر زيلنسکي (ښي لور) او د آلمان ولسمشر، فرانک والتر شتاین مایر په کیف کېانځور: GLEB GARANICH/REUTERS

زيلنسکي دا ځل په خپل ورځني ويډيويي پیغام کې تر ډیره له اوکراین څخه د آلمان د ولسمشر د کتنې په اړه وغږيد. هغه په خپلو خبرو کې وويل: «موږ به آلمان سره خپلې همکاري غښتلې کړو.»

د اوکراین ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي دي چې دوی اړ شول چې د شتاین ماير د کتنې پر مهال د هوايي حملو څخه سرپټې ځای څخه کار واخلي، چې په دې کار سره ېې د هوا دفاعي سیستم اړتيا د لومړي ځل له پاره تجربه کړه.

جرمني غواړي ۵۰۰۰ اوکرایني عسکر وروزي

د اوکراين ولسمشر همدارنګه د آلمان د هوا دفاعي سیستم (Iris-T) ستاینه هم وکړه چې په وروستيو کې ليږدول شوې ده. زيلنسکي دا یو «نهایت موثر» سیستم وباله او زياته ېې کړه چې دوی دغه ډول لا ډيرو سیستمونو ته په تمه دي.

د اوکراین ولسمشر وويل هغه هيله مند دی چې آلمان به وشي کړای اوکراین ته د هوايي دفاع اضافي Iris-T سیستمونه هم وليږي چې په وينا ېې د اوکراین له پاره يو «رېښتينی لومړيتوب» دی. برلين د څلورو دا ډول سیستمونو د استولو ژمنه کړې ده.

له زيلنسکي څخه ستاینه

زيلنسکي همدارنګه ډاډ څرګند کړ چې آلمان د اوکراین د انرژۍ سیستم تقویه کولو ته ليواله دی کوم چې په وروستیو کې پر زیربنايي اهدافو د روسي ځواکونو د حملو په نتیجه کې سخت زیانمن شوی دی.

شتاين مایر اوکراين ته سفر کړی دی

د آلمان ولسمشر بیا د زيلنسکي ستاينه کړې چې په وينا ېې په «یوه تاريخي دوره کې د يوې موثرې لارې» په ذریعه د خپل هیواد رهبري کوي.

شتاین مایر د خپل سفر په جریان کې د سه شنبې په ورځ د کیف له ښاروال، ويتالي کليچکو، سره هم وکتل. ښاروال هغه ته د نمونې په توګه د روسېې په وروستيو هوايي بریدونو کې يو تخریب شوي کور وروښود. کليچکو وويل: «دا یو تاريخي مرکز دی. دلته هيڅ پوځي شتون نه لري.»

ښاروال همدارنګه د ماشومانو د لوبو یو ميدان چې په بریدونو کې لګېدلی، هم ياد کړ او خوښې يې څرګنده کړه چې د بريد پر مهال په کې ماشومان نه ول. کليچکو د اوکراين پر بريښنايي زيربناو د روسېې حملو ته په اشارې وړاندوینه وکړه چې ډيری اوکراینیان به راتلونکی ډير سوړ ژمی ولري.

راتلونکی سوړ ژمی او په خيرسون کې د جګړې شدت

د شتاین ماير له رسېده سره د الارم غږول

شتاينمار په ابتدا کې د کیف په شمال شرق کې پروت ېوه ښارګوټي کې له اوکرایني چاروکو سره د هوايي حملو په یوه امن ځای کې وکتل. خو په کوريوکيفکا ښارګوټي کې د هغه له رسیدو سره سم، هوايي الارم يا د خطر زنګ وغږول شو چې دې سره ولسشمر، ښاروال رتان احمدوف او يو شمیر ملکيان دغه پناه ځای ته دننه شول.

شتاینماير وويل: «موږ خپل لومړی یونیم ساعت وخت د هوايي حملو په پناه ځای کې تير کړ.» هغه زیاته کړه: «دغه حالت موږ ته د هغه وضعيت په اړه يو واضح احساس راکړ چې دلته پکې خلک ژوند کوي.»

پر بريښنايي زيربناوو د روسي حملو ادامه؛ له خیرسون ښاره د ملکيانو د فوري وتلو امر

ولې الارم وغږول شو؟

د اوکراین د هوايي قواو په حواله، د الارم یا خبردراۍ غږ له دې کبله وغږول شو چې د روسېې پوځ له ګاونډي هیواد بيلاروس یا سپېنې روسېې څخه د ایراني ډيزاین څه باندې لس جنګي ډرون پورته کړې.

د آلمان ولسمشر چې کیف ته ېې په اورګادي کې سفر درلود، دغه ښار ته تر رسېدلو وروسته ېې وويل: «د اوکراین خلکو ته زما پيغام دا دی چې موږ نه یوازې دا چې ستاسو تر څنګ ولاړ يو بلکې له اوکراين څخه په اقتصادي، سیاسي او پوځي برخو کې خپل ملاتړ ته به ادامه ورکوو.» شتاین ماير زیاته کړه آلمان به هيڅ کله دلته رامنځ ته شوي کړاونه او ورانۍ هېرې نه کړي: «دا زما له پاره مهمه ده، په ځانګړې توګه حاضر وخت چې موږ پکې د ډرون، کروز او توغنديو حملې وينو، هغه څه چې اوکراین سره د پيوستون یو پيغام لیږدوي.»

اروپايي اتحاديه د اوکراين پر بيا رغونه تمرکز کوي

د آلمان خبري آژانس په حواله، دا کیف ته د شتاینمار د سفر په اړه دریمه هڅه وه. هغه تېره اوونۍ اوکراین ته خپل سفر تر يوې لنډې امنیتي خبرتیا وروسته وځنډاوه. د آلمان جنايي فدرالي پولیس چې په دې برخه کې د حفاظت مسئوليت لري، پر ټويټر ليکلي وو چې دوی «موجوده خطرناک وضعیت ته په کتو د [دغه سفر] د شاته غورځولو سپارښتنه کوي.» په پام کې چې د آلمان ولسمشر به د اپریل میاشتې په منځ کې هم د ليتوانيا، پولند، لاتويا او ایستونیا هیوادونو له ولسمشرانو سره کيف ته سفر وکړي، خو دغه سفر هم ترسره شوی نه وو.

شټاین مایر له اوکراین سره پر ملاتړ ټینګار وکړ

د کیف سفر او د برلین کنفرانس

شتاین مایر هغه وخت له روسېې سره د روابطو په خاطر او دا چې کله د آلمان خارجه وزير وو، د آلمان د شرقي اروپا ګاونډيو هیوادونو ته د روسېې د احتمالي یرغل په اړه خبرداري ورکولو کې پاتې راغلی وو، تر نيوکو لاندې وو.

د اوکراين بيا رغاوني په موخه نړیوال کنفرانس

که څه هم وروسته د آلمان او اوکراین د ولسمشرانو تر منځ ديپلوماتيکې ستونزه بېرته حل شوه، خو په آلمان کې دغه بحث لا هم ادامه لري چې په وروستیو لسیزو کې ګڼو سیاسي ګوندونو له روسېې سره نژدې اړېکې درلودلي دي.

 شتاین مایر کيف ته سفر په برلین کې د اوکراین د بیارغونې کنفرانس سره په یو وخت کې تر سره کړ. د دغه کنفرانس کوربتوب د آلمان د صدراعظم، اولاف شولڅ او د اروپايي کمیسيون مشرې اورزولا فون دیر لاین کاوه. همدارنګه دغه سفر په داسې وخت کې شوی چې آلمان اوکراین ته د لا ډیرو پوځي مرستو وعده ورکړې ده.

د دې تر څنګ د آلمان د مالېې وزیر، کریستيان لیندنر ويلي دي چې دغه وزارت په پام کې لري چې اوکراین سره خپلې پوځي مرستې لږ تر لږه کابو۲ ميلیاردو يورو ته لوړې کړي.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل