1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراين: روسي بريدونه به کيف بې برېښنا کړي

۱۴۰۱ آبان ۱, یکشنبه

کیف وايي روسېې په خپلو توغندويي بریدونو کې د اوکراین د انرژۍ او نور تاسیسات ويشتلي چې له امله ېې په ډيرو برخو کې برېښنا قطع او چوپه چوپتيا خپره شوې ده. په خیرسون کې روسيه پلوه چارواکو د ملکيانو د فوري تخلېې غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/4IZDK
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلنسکي وويل چې روسي ځواکونو د اوکراین پر مختلفو استقامتو په یوه «پراخه اندازه» سره درانه بریدونه ترسره کړي دي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلنسکي وويل چې روسي ځواکونو د اوکراین پر مختلفو استقامتو په یوه «پراخه اندازه» سره درانه بریدونه ترسره کړي ديانځور: EPA-EFE/TELEGRAM/V ZELENSKIY OFFICIAL HA

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلنسکي وويل چې روسي ځواکونو د اوکراین پر مختلفو استقامتو په یوه «پراخه اندازه» سره درانه بریدونه ترسره کړي دي. رپوټونه وايي چې روسېې پر اوکراین دغه بریدونه د شنبې په ورځ تر سره کړي دي.

زيلنسکي شپې په خپله ويډيويي وینا کې وويل چې «وروستي درنو بریدونو کې د اوکراین شرقي، مرکزي او جنوبي سېمې اغیزمنې شوي دي.»

د ایراني ډرون په هکله له ملګرو ملتونو څخه د څيړنو غوښتنه شوې

هغه په خپلو خبرو کې وويل: «په یقین سره چې موږ هومره تخنيکي توانايي نه لرو چې سل په سلو کې د روسېې ټول توغندي او جنګي ډرون ورباندې راوغورځوو. [اما] زه ډاډه یم چې موږ به د خپلو شریکانو په مرسته دغو امکاناتو ته لاسرسی پېدا کړو. موږ په اوسني حالت کې هم تر اوسه هم د کروز توغنديو او هم د ډرون الوتکو اکثریت ېې راغورځولي دي.»

زيلنسکي ژمن شو چې پوځ به ېې څرنګه چې د توغنديو په راغورځولو کې ښه ريکارډ لري، په دې برخه کې د متحدینو په مرسته پرمختګ ولري.

له خیرسون څخه د ملکیانو د وتلو امر

هاخوا په سويلي ښار خيرسون کې اشغالي چارواکو له خلکو غوښتي چې ټول دې په فوري توګه له دغه ښار څخه ووځي. د دغه ښار بېرته نېول د اوکرايني ځواکونو یو مهم هدف دی. وروسته له هغې چې اوکراین د خیرسون ښار د بېرته نيولو په مقصد د تهاجمي برید خبرداری ورکړ، په زرونو ملکيان له دغه ښاره وتلي دي.

شولڅ: پوتین اروپا ته د انرژۍ د نه لیږلو په سیاست کي ناکامه دی

په خيرسون کې د روسېې له خوا ګمارل شوو چارواکو هم پر تيلګرام ليکلي: «د جګړې په لومړۍ کرښه کې د خراب وضعیت په دلیل، پر ښار د درنو توغندويزو بریدونو د خطر د ډيريدو او د تروریستي بریدونو د ګواښ له کبله، ټول ملکیان باید په سملاسي توګه ښار ترک کړي.» ملکیانو ته ويل شوي چې د دنيپرو سیند له شرقي څنډې څخه په اوښتو دې دغه ښار ترک کړي.

د تيښتې په حال کې پريشانه ملکيان

رويترز خبري آژانس ليکي چې د دنيپرو سيند مقابل لور ته په اولشکي څنډه کې ېې هغه خلک ليدلي چې تازه له خيرسون څخه راتښتيدلي دي. دغه کسان په کشتۍ کې له سېنده پورې وتلي چې له ځانونو سره ېې بکسونه، بيګونه او کورني حیوانات هم راخیستي دي. یوه ښځه په داسې حال کې لېدل شوې چې د یوه لاس لاندې ېې یو کوچنی ماشوم او د بل لاس لاندې ېې خپل سپې نيولی او ليږدوو.

د روسې پوځ له خوا د اوکراین په جګړه کې کارول شوي اوراګان ډوله توغندي - د اکتوبر ۲۱مه ۲۰۲۲
د روسې پوځ له خوا د اوکراین په جګړه کې کارول شوي اوراګان ډوله توغندي - د اکتوبر ۲۱مه ۲۰۲۲ انځور: Clodagh Kilcoyne/REUTERS

یوه ځايي اوسیدونکي وويل: «ما اصلا نه غوښتل چې ووځم. زه اوس هم په کار کې يم.» هغه زیاته کړه: «موږ غوښتل چې دلته په سیمه کې پاتې شو، اما اوس نه پوهیږو» چې څه به کیږي.

امریکا: ايراني روزونکي عملاً له روسي ځواکونو سره مرسته کوي

په سیمه کې د روسېې له خوا ټاکلي مشر تر دې وړاندې ويلي وو چې اوکرایني ځواکونو سره د مقابلې له پاره له خيرسون څخه د ملکيانو وتل ضروري ده. هغه ويلي وو دې سره به دوی هم د ملکيانو د تلفاتو د لوړيدو مخنیوی وکړي او هم به ځواکونه په ډاډمنه توګه خپل کارونه مخته وړي.

د ملکیانو ته د چارواکو ډاډ خو آیا ريښتيا؟

د اوکراین د صدراعظم مرستيالې ارینا ویرشچوک بېا د خیرسون اوسیدونکو ته ډاډ ورکړی دی. هغې پر تيلګرام لیکلي دي: «د خيرسون سيمې! فقط لږ نور هم هلته پاتې شئ. د اوکراین وسلوالو ځواکونه د کار په حال کې دي.» خو رويترز لیکي چې دوی نشي کولی په خپلواکه توګه دغه حسابونه تصدیق کړي.

د اوکراين پوځ ويلي دی چې سويل پر لور د ځواکونو له حرکت سره سم ېې لږ تر لږه دوه کلي نيولي دي او ادعا ېې کړې چې روسي ځواکونو دغه سېمې ترک کړې وې.

خيرسون اوکراین له کریميا نيمه ټاپو سره نښلوي کوم چې روسېې په ۲۰۱۴م کال کې په خپله خاوره کې الحاق کړه. د دغه ښار نيول هم روسېې او هم اوکراين ته اهمیت لري.

د بریښنايي شبکو په نخښه کول

په اوکراین کې جګړه خپلې نهمې میاشتې رسېدلې ده. په داسې حال کې چې سوړ ژمی هم د رانژدې کېدو په حال کې دی روسېې د اوکراين پر بريښنايي شبکو خپل بریدونه جاري ساتلي دي.

د خيرسون سيمې اوسیدونکي د تخلې له پاره په یوه بندر کې راټول شوي
د خيرسون سيمې اوسیدونکي د تخلې له پاره په یوه بندر کې راټول شوي انځور: Dmitry Marmyshev/TASS/IMAGO

روسېې د اکتوبر له لسمې راهیسې چې دوه اوونۍ کيږي، په دغه سيمه کې د اوکراین پر بريښنايي زیربناو مخربې حملې کوي. په دغو حملو کې د اوکراین لږ تر لږه د حرارتي بريښنا نيمايي جنراتورونه او تر ۴۰ سلنې پورې ټول سیستم ویشتل شوی دی.

له همدې کبله د اوکراین د برېښنا ادارې په ټول هیواد کې د برېښنا د پرچاوۍ اعلان کړی دی. د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زيلنسکي وړاندې ويلي ول چې د برېښنايي سیستم بېرته رغول به ډير وخت ونیسي.

راتلونکی سوړ ژمی او په خيرسون کې د جګړې شدت

چارواکو د شنبې په ورځ د بريښنايي تاسیساتو د ويشتلو خبر ورکړ او انجنیرانو د شبکې د بېرته فعالولو له پاره هڅې کولې. والي له ځايي خلکو غوښتلي وو چې ځانونو ته خوراکي مواد او اوبه ‌ذخيره کړي.

د روسېې حملې به کیف له بې برقۍ سره مخ کړي

د ولسمشر سلاکار کاریلو تيموشنکو وويل چې يو ميلیون نه ډیرو خلکو بريښنا نه درولوده. همدارنګه تیرماښام د کيف په مختلفو سیمو کې برېښنا قطع شوې وه. د کیف ښار يوه چارواکي خبرداری ورکړی چې د حملو ادامه کېدای شي پلازمېنه «د څو ورځو او یا هم  اوونیو له پاره» د بې برقۍ او د ګرمولو امکاناتو پرته حالت سره مخ کړي.

د اوکراین د ولسمشر سلاکار ميخایلو بودولاک ویلي دي چې مسکو غواړي خپلو حملو سره اروپا پر لور د مهاجرت یوه بله څپه ایجاد کړي. د اوکراین خارجه وزیر دیمیتري کولیبا، بیا پر ټويټر ليکلي چې د روسي بریدونو نسل وژنه رامنځ ته کړې ده.

مسکو د اوکراین د انرژۍ زېربناوو په نخښه کول تصدیقوي خو د ملکيانو په نخښه کول ردوي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل