1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

له ملګرو ملتونو څخه د ایراني ډرون په هکله د څيړنو غوښتنه شوې

۱۴۰۱ مهر ۳۰, شنبه

امریکا او لویدیځ هیوادونه وايي چې که ایران روسیې ته بې پيلوټه الوتکې ولیږي، ممکن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک نقض کړي. په ورته وخت کې اوکراین ویلي که روسیه د خرسونو د اوبو بند ته انفجار ورکړي، ځواب به ورکړي.

https://p.dw.com/p/4IYFt
Symbolfoto I Iranische Drohne
انځور: Iranian Army Office/ZUMA/IMAGO

امریکا متحده ایالاتو، المان، فرانسې او بریتانیې د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غوښتي دي چې له ایراني ډرونونو یا بې پيلوټه الوتکو څخه د روسیې د استفادې کولو ادعاوو په هکله دې څيړنه وکړي.

دغو درو اروپايي هیوادونو د ملګرو ملتونو سازمان مشر انتونیو ګوتېرش ته په یوه لیک کې غوښتنه کړې ده چې د دغو بی پيلوټه الوتکو د منشأ د معلومولو له پاره دې یو ټیم واستوي. دوی لیکلي دي: «له دې بی پیلوټه الوتکو څخه د ټول اوکراین په کچه ښارونو او ملکي زیربناو پر وړاندې د روسیې په یرغلیزو بریدونو استفاده کیږي چې د بی ګناه غیر نظامیانو په وژنې تمامیږي.»

اړوند: امریکا: ايراني روزونکي عملاً له روسي ځواکونو سره مرسته کوي

امریکا متحده ایالاتو هم دې ورته یو لیک استولی دی او ویلي يي دي چې ایراني بی پيلوټه الوتکې د اګست میاشتې په وروستیو کې روسیې ته انتقال شوي دي.

په تیرو دوو اونیو کې روسیې د پلازمېنې کیف په ګډون پر اوکراین د بی پيلوټه الوتکو بریدونه پیل کړي دي. امریکا او دری ځواکمنو اروپايي هیوادونو ویلي دي چې که په دغو بریدونو کې له ایراني ډرونونو څخه استفاده وشي، نو ایران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۲۳۱ پریکړه لیک نقضوي چې [ایران ته او یا هم له ایران څخه نورو هیوادونو ته د ځانګړو وسلو انتقالول] محدودوي.

د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا ویلي دي چې دغه بی پيلوټه الوتکې روسي دي او خبرداری یي ورکړ چې تحقیقات به د روسیې او ملګرو ملتونو سازمان پر اړیکو جدي اغیزې وکړي.

د امریکا د سفیر مرستیال جفري دلاورنتیس د امنیت په شورا کې وویل: «ملګري ملتونه باید د امنیت شورا د پریکړه لیک هر ډول نقضونه وڅیړي او مونږ باید اجازه ور نه کړو چې روسیه او یا نور دې د خپلو مسئولیتونو د عملي کولو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان مخته خنډ جوړ شي.»

اړوند: ايرانۍ ډرون په اوکراینيانو کې د ېوې نوې جګړې بېره خپره کړې

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په جلا توګه ویلي دي چې لا هم دیپلوماسي د ایران اټومي پروګرام ته د رسیدګۍ له پاره تر ټولو ښه حل لاره ده، خو هغه په نږدې راتلونکي کې د ۲۰۱۵م کال د اټومي پروګرام د بیا را ژوندي کیدو له پاره د کومې موافقې چانس نه وينې.

متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ وویل چې ایراني ځواکونه په کریمیا کې حضور لري او د بی پیلوټه الوتکو په پرواز کې یي مرسته کړې ده.

ایران روسیې ته د دغو بی پيلوټه الوتکو ورکول ردوي. په داسې حال کې چې اکثره دغه را نسکورې شوې بی پيلوټه الوتکې احتمالاً د دغو ډرونونو منشا روښانه کوي.

aa/sn (AFP, AP, Reuters, dpa)