1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاین مایر له اوکراین سره پر ملاتړ ټینګار وکړ

۱۴۰۱ مهر ۲۲, جمعه

د المان جمهوررئیس، فرانک والټر شټاین مایر په برلین کي د اتلانتیک د دواړو غاړو د همکارۍ یا اتلانتیک پُل د اویایمي کليزي په مناسبت جوړو سوو مراسمو کي له اوکراین سره د نوري همبستګۍ ډاډ هم ورکړ.

https://p.dw.com/p/4IC6C
70-Jahr-Feier der Atlantik-Brücke
انځور: Carsten Koall/dpa/picture alliance

هغه وویل چي دغه ملاتړ به تر هغه وخته پوري چي ورته ضرورت وي دوام پیدا کړي. په خبره یې ګرده اوکراینیان غواړي چي اوسني غم او رنځ ته یې د پای ټکی کښیښول سي او وژني ژر ختمي سي. خو متأسفانه نسو کولای د خپلي ارزو او هیلي مطابق جنګ پای ته ورسوو. 

د په اصطلاح اتلانتیک د پُله د جوړیدو هدف د جرمني، اروپا او امریکا متحده ایالاتو تر منځ په ټولو برخو کي  ګډ کار کول دی.