1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني غواړي ۵۰۰۰ اوکرایني عسکر وروزي

۱۴۰۱ مهر ۲۹, جمعه

جرمني غواړي تر نوي میلادي کال پوري تر ۵۰۰۰ پوري د اوکرایني قطعاتو عسکر وروزي. دغه خبره د جرمني صدراعظم، اولاف شولڅ پرون پنجشنبه (د اکتوبر میاشتي ۲۰) په پارلمان کي د حکومت د یوې اعلاميې د تشریح ورکولو پر مهال وکړه

https://p.dw.com/p/4IWXC
Schleswig-Holstein | Olaf Scholz besucht Ausbildung ukrainischer Soldaten
انځور: Marcus Brandt/dpa/picture alliance

هغه اضافه کړه: « په دې وسیلې سره موږ پر خپلي هغي امادګۍ باندي تاکید کوو، چي په دوامداره ډول او خپلو انډیوالانو سره لاس په لاس د اوکرایني قواوو په روزلو کي برخه واخلو.»

اولاف په دې ارتباط د اروپا د اتحادیې د خارجي مسایلو د وزیر د تیري دوشنبې ورځي خبري ته اشاره وکړه، د کوم پراساس چي د ۱۵۰۰۰ اوکرایني عسکرو پر روزلو باندي موافقه رامنځته سوې وه. شولڅ همدارنګه وویل، چي د عسکرو د روزلو د دوو مرکزونو څخه یو به یې په جرمني کي موقعیت ولري. هغه د اوکراین د نظامي ملاتړ په خاطر د اروپايي او بین المللي همکارۍ غوښتونکی هم سو.