1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتاين مایر اوکراين ته سفر کړی دی

۱۴۰۱ آبان ۳, سه‌شنبه

د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاين ماير اوکراین ته په يو سفر تللی دی. نوموړی غواړي د دې سفر په ترڅ کې په اوکراين کې د روسیې د بريدونو په نتیجه کې د رامنځته شويو ويجاړيو څخه ليدنه وکړي.

https://p.dw.com/p/4IdnT
Ukraine | Bundespräsident Steinmeier in Kiew
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

 

د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاين ماير اوکراین  ته په يو سفر تللی دی. نوموړی غواړي د دې سفر په ترڅ کې په اوکراين کې د روسیې د بريدونو په نتیجه کې د رامنځته شويو ويجاړيو څخه ليدنه وکړي.

شتاين مایر د اورگاډي له لاري پلازمينې کيف ته ورسید، چيري چې به هغه له خپل اوکرايني سيال، ولاديمير زلينسکی سره وګوري. په پام کې ده چې شتاين مایر به د نورو ترڅنگ د روسيې بريدونو له امله رامنځ ته شوي ويجاړيو ليدنه وکړي او جاج به يې واخلي. دا د فیبروري په مياشت کي د جگړې له پيل راهيسی اوکراين ته د ولسمشر شتاين مایر لومړی سفر دی. دغه سفر په وروستيو کي د امنيتي خبرداريو له کبله ځنډول شوی وو. لومړی پلان شوی سفر یې د اپريل په مياشت کي، د اوکراين له خوا د دغه سفر د لغوه کیدو له کبله ترسره نه شو. دې کار د دواړو هېوادونو ترمنځ ديپلوماتيکه فضا سړه کړي وه.