1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپينه ماڼۍ د افغانستان پر ستراتيژي باندي غور کوي

۱۳۸۹ آذر ۱۱, پنجشنبه

يوکال وروسته له هغه چي ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کي د ياغيانو د ماتولو او هلته د امنيت د تينګښت لپاره خپله ستراتيژي وړاندي کړه، سپينه ماڼۍ اوس پر دې ستراتيژۍ باندي د غور او کتني لپاره تياری نيسي.

https://p.dw.com/p/QNn7
د سپيني ماڼۍ جنوبي اړخ
د سپيني ماڼۍ جنوبي اړخانځور: picture-alliance/Ron Sachs - via CNP

په داسي حال کي چي په لويديځ کي عامه فشار وار په وار زياتيږي تر څو د افغانستان جګړې ته بايد د پای ټکي کښېښودل سي، اوباما ويلي دي چي د متحدينو ځواکونه به په راتلونکي کال کي افغان امينتي ځواکونو ته د امنيت سپارل پيل کوي او د پلان له مخه به په ۲۰۱۴ کال کي هغه بشپړ کيږي.

امريکايي چارواکي وايي چي د يو کال څخه را په دې خوا په لاره اچول سوې ستراتيژي چي په افغاسنتان کي د امريکايي او نورو متحدينو د سرتيرو زياتول د هغي محوري برخه وه، خپله نتيجه ورکړې او هغه دا چي د ياغيانو د قوت د پر مختګ مخه يې نيولې ده، که څه هم پوځي چارواکي وايي چي په وروستيو مياشتو کي د زور زياتيو لړۍ تر بل هر وخت پراخه سوې ده.

سپينه ماڼۍ وايي چي د ستراتيژۍ ارزونه په دې هکله ده چي آيا امريکا او د هغې متحدين ټاکل سوي هدفونو ته رسيدلي دي که نه؟: د هغو په جمله کي دې پوښتو ته بايد جواب پيدا سي چي د تروريزم ضد جګړه کي افغانستان کوم ځاي ته رسيدلی دی، د دې هيواد امنيتي وضعيت اوس څنګه دی، پرمختيايي کارونه او د حکومتوالي وضعيت څه ډول دی؟

سپنه ماڼۍ وايي چي دغه راز د مخالفينو سره د افغانستان د حکومت د سولي او روغي جوړي پر پلان باندي هم غور کيږي او ددې ترڅنګ د سيمه ايزو امنيتي ځواکونو وده او کيفيت هم تر کتني لاندي دی.

په مجموع کي ددې کتني بنسټيزه پوښتنه دا ده چي ايا دغه ستراتيژي ګتوره تمامه سوې که نه؟ خو هغه څه چي روښانه دي هغه دا چي د بديلو پاليسو انتظار نه کيږي، په دې مانا که چيري دي ستراتيژۍ نتيجه هم نه وي ورکړې او يا يي ور نه کړي بله به هم ښايي کومه ګټه ونه کړي.

دغه راز د پاکستان په هکله هم د متحده ايالاتو ستراتيژي چي په سرحدي سيمو کي د زور پالونکو د پناه ځايونو له مينځه وړل دي، برياليتوب ترغورلاندي دی؟

پر ستراتيژۍ باندي کتنه به د رواني مياشتي په نيمايي يا وروستۍ اونۍ کي کانګرس ته وړاندي سي.

په کتنه کي به د امريکا د متحده ايالاتو او ناټو پوځي چارواکي، د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت او د حکومت نوري ادارې او دغه راز د افغانستان او پاکستان د حکومتونو استازي ګډون ولري. دغه راز په کتنه کي به د رسنيو او نظرياتي پوښتنو نظريات او ارزوني هم شاملي وي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل