سمندري ځواکونه د ۲۰۱۱ کال وروسته هم په افغانستان کي پاته کيږي
۱۳۸۹ شهریور ۳, چهارشنبههغه په کابل کي يوې خبري غونډي ته ويلي دي چي «ډير کلونه به په بر کي ونيسي چي د امريکا د سمندري ځواکونو وروستۍ ټولي د افغانستان څخه د تل دپاره ووزي.»
د امريکا د سمندري ځواکونو قوماندان زياته کړې ده چي په افغانستان کي د مېشتو امريکايي ځواکونو ځني برخي به په ۲۰۱۱ ميلادي کال کي خپلي دندي افغان امنيتي ځواکونوته وسپاري، خو فکر نه کوم چي دادي په سمندري ځواکونو پوري اړه ولري.
په روان وخت کي د امريکا د متحده ايالاتو سمندري ځواکونه د افغانستان په جنوب کي ځای پر ځای دي.
په کندهار او هلمند کي چيرچي د امريکا سمندري ځواکونه ځای پر ځای دي د طالبانو فعاليتونو سخت زور اخستی او د افغان امنيتي ځواکونو او ناټو ځواکونو د فعاليتونو په مخ کي خنډ دي.
د امريکا د متحده ايالاتو جمهورريس د مخه وعده کړې وه چي په ۲۰۱۱ کال کي به د افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو په ايستلو پيل وسي خو بيا به هم د افغانستان په روانه وضعه پوري اړه ولري.
انتر فکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم