سعودي عربستان ته د افغان زايرينو وروستۍ ډله نن روانيږي
۱۳۸۹ آبان ۱۸, سهشنبهپه تيرو کلونو کي به حج ته تلونکو زايرينو په افغانستان او په سعودي عربستان کي د افغان حکومت له تتو اجراتو سر ټکوی او هان دا چي په ځينو مواردو کي خو افغان حاجيان حج ته له تلو هم پاته سوي ول.
خو سږ کال تر ډيره بريده دغه پروسه سمه او د مهال ويش سره سم پر مخ روانه ده.
افغان دولت د تيرو کلونو د ستونزو د نه تکرار لپاره د څو وزارتونو په ګډون يو کمېسيون جوړ کړی وو تر څو حج ته د تلونکو افغان زايرينو سمبالښت وکړي او همداسي هم وسول.
د دغه کمېسيون مشر او د افغان ولسمشر دوهم مرستيال کريم خليلي نن وويل چي حج ته تلونکي افغان زايرين به نن په بشپړه توګه له ملک څخه سعودي عربستان ته وليږدول سي.
د خليلي په وينا، نن به د افغانستان د حج او اوقافو وزير له يوې ډلي نورو لوړ پوړو افغان چارواکو سره په مکه معضمه کي د افغاني حاجيانو وروستۍ ډلي ته ښه راغلاست ووايي.
په دې موخه وزير او ورسره پلاوي پرون سعودي عربستان ته رسيدلي دي.
دغه پلاوی دنده لري چي د وزيرانو شورا ته په سعودي عربستان کي د افغان حاجيانو د استوګن ځايونو او نورو لازمو اسانتياوو په اړه راپور ورکړی.
ويل کيږي چي سږ کال د افغان ډاکټرانو يوه پنځوس کسيزه ډله هم د حج په مراسمو کي د افغان زايرينو د روغتيايي ستونزو د ليري کولو لپاره استول سوې ده .
خليلي وويل چي دغه ډلي د سعودي عربستان له يو شمير روغتونونو سره هم تړونونه کړي چي که چيري کوم افغان زاير له جدي روغتيايي ستونزي سره مخ کيږي نو د هغه هيواد روغتونونو ته به د درملني لپاره وليږدول سي.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت رسمي شمېرې ښيي چي تر اوسه پوري ۱۲ تنه د حج د مراسمو ګډون وال د بيلا بيلو ناروغيو له امله په مکه معضمه کي له دغي نړۍ کوچيدلي دي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل