روسيه لا هم د کاتين ډله ايزه وژنه د پرګنيزي وژني په توګه نه مني
۱۳۸۹ فروردین ۲۶, پنجشنبهپه کريملين کې دا پخه ده، چي روسيې د کاتين د جنايت په اړه ټولي څرګندوني کړي دي. مهم استخباراتي اسناد پولنډي خواته سپارل سوي دي. ډير روسان دا سم بولي، چي ولاديميرپوتين د پولنډ لومړی وزيرکاتين ته وربللي و، دا د پخلاينې يوه هڅه ده.
کاتين ډير وخت د پولنډ اوروسيې تر منځ اړيکي خړي پړي ساتلي وې. کاتين د شوروي تاريخ يو تور ټکی دی، چي د ډيرو روسانو لپاره لا هم د نه منلو وړ دی.
په کاتين کي پروت ځنګل د يوې بې ساري ډله ايزي وژني صحنه ده. پنځوس کاله شوروي اتحاد دغه ناوړه کړنه رد کړې ول، خو نن سبا يوه روسۍ ګالينا اناتولېونا راغلو مېلمنو ته هغه سيمه ښېي، چې په زرګونو پولنډيان د ستالين په امر وويشتل او ووژل سول.
روسيې اوس پر دغه جنايت اعتراف کړی دی. په کاتين کې يوه يادګاري ودانۍ جوړه سوې، چي ګالينا اناتولېونا هم په کې کار کوي. خو په انتقادي ډول د ډله يزې وژني د پېښې په څېړلو کي بيا هم روسيه له ستونزو سره مخامخ ده.
تاريخپوه الکساندر ګوريانوف وايي چې دی يې تر شا پراته دلايل پېژني. کاتين، د ده په وينا د ستالين د دورې د يو وحشتناک جنايت څخه استازيتوب کوي. خو ستالين د ډېرو روسانو لپاره د نازيانو د دورې د آلمان په وړاندي د بري او د شوروي امپراطورۍ د ستروالي يوه نښه ده.
په روسيه کي دا مهال خلک له ستالين سره ډېره لېوالتيا لري. د مسکو په ميترو کي د ستالين په وياړ يوه ليکنه بېرته ورغول سوه. د تاريخ په کتابونو کي دی بېرته د يو لوي فاتح او سوبمن په توګه معرفي کيږي.
ولسمشر ميد ويدېف لږه موده وړاندي د ستالين جنايتونه وغندل. د روسيې مشرتابه تر اوسه پوري نه غوښتل، چي له ستالين او يا د شوروي له سيستم څخه واټن ونيسي. په دې ترتيب کاتين ته د ولاديمير پوتين لخوا د پولنډ د لومړي وزير توسک بلنه يوه استثنايي پېښه ول.
Nahmen, Alexandra/ سهيلا حسرت نظيمي
کتونکی. زيارمل