راپور: د طالبانو سره د سولي د خبرو اترو په لاره کي د ښځو حقوق تر پښو لاندي کيږي
۱۳۸۹ تیر ۲۲, سهشنبهدغه ۷۰ مخيز راپور چي د سه شبنې په ورځ په نيويارک کي خپور سوی پکښي راغلي دي چي: « افغاني مېرمني د کړکېچ پای ته رسېدل غواړي.»
په راپور کي راغلي دي چي افغاني مېرمني ددې څخه ډاريږي چي دوئ به د سولي په دغه ډول لاره کي تر ټولو لوړه بيه ورکوي.
HRW نيوکه کړې چي،طالبان د ښځو پر ضد سياست مخ ته وړي او پر ښځو باندي ظلم کوي.
راپور ليکي چي، د طالبانو تر ولکې لاندي سيمو کي ښځو ته قانوني حقوق نه ورکول کيږي او هغوئ د زده کړي او کار د حق څخه بې برخي دي.
د دغه ټولني د راپور د مخه ځکه نو اندېښنه داده چي ښايي د طالبانو سره د پخلايني په صورت کي دغه تر لاسه سوي حقوق او ازادۍ بيرته د لاسه ورکړي.
نوموړي ټولني دغه راز غوښتنه کړې چي د طالبانو مشران دي د پخوانيو جنايتونو له امله محکمې ته راکش سي.
د واشنگټن پوست ورځپاڼي د يو راپور د مخه د امریکا متحده ايالتونه د ولسمشر حامد کرزي د هغه هڅو ملاتړ کوي چي غواړي د طالبانو سره د سولي خبري اتري پيل کړي.
د راپور په خبره سولي ته د لاري د هوارۍ د پاره هڅي رواني دي تر څو د ملگرو ملتونو د تور ليست څخه د څو تنو طالب مشرانو نومونه ليري کړل سي.
ټاکل سوې ده پر دې موضوع باندي د کابل په نړيوال کنفرانس کي چي د رواني مياشتي پر شلمه نېټه په کابل کي جوړ سي خبري وسي.
ag/ زيارمل
کتونکی. ضياالحق فضلي