1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د کيف ښاروال خلکو ته: په کورونو کې مو اوبه او ډوډۍ زیرمه کړئ

۱۴۰۱ آذر ۱۱, جمعه

د روسي ځواکونو په حملو کې د اوکراین د خيرسون ښار د برېښنا تازه جوړه شوې شبکه په ډيرو برخو کې بیرته ویجاړه شوې. د پلازمېنې کيف ښاروال له خلکو غوښتې چې د امکان په صورت کې ښار ترک او د خپلو خپلوانو کورونو کې ېې واړوي.

https://p.dw.com/p/4KNlY
د کیف ښار یو تن اوسیدونکی ۴۴ کلن ولادیمیر د خپل کور په تهکاوۍ کې د احتیاط له پاره خوراکي مواد په قوطیو او مرتبانونو کې زیرمه کوي
د کیف ښار یو تن اوسیدونکی ۴۴ کلن ولادیمیر د خپل کور په تهکاوۍ کې د احتیاط له پاره خوراکي مواد په قوطیو او مرتبانونو کې زیرمه کويانځور: Gaelle Girbes/Getty Images

په داسې حال کې چې په اوکراین کې هوا له صفر درجې راښکته شوې، روسي ځواکونو د اوکراین پر ملکي زيربناوو خپلو حملو ته ادامه ورکړې ده. د پنجشنبې ورځې په بریدونو کې د خيرسون ښار برېښنايي شبکه تر بېارغولو دوه ورځې وروسته په ګڼو برخو کې بېرته له کاره ولوېد.

په پلازمېنه کيف کې هم حکومت په سوړ ژمي کې د ملکي خدماتو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دی.

په اوکراین کي د برق د کامل قطع کیدو خبرداری

د کيف ښاروال، ويتالي کليچکو، د ښار ميلیونونو اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې باید په کورونو کې ځانونو ته اوبه او خواړه ذخیره کړي تر څو د ژمي په موسم کې ېې ورڅخه استفاده کړي وي. هغه زياته کړې که چيرته د انرژۍ زېربناوې نورې هم تخريب شي نو دا بيا د بدبختۍ ثبوت ګرځيدلی شي.

ښاروال همدارنګه له خلکو غوښتي چې د امکان په صورت کې دې ښار ترک او د خپلو خپلوانو، ملګرو او یا په نورو ځایونو کې واوسیږي. کليچکو له خلکو غوښتي چې په دې هکله دې خپلې ارزونې وکړي.

د کیف ښاروال له خلکو غوښتي چې د امکان په صورت کې دې ښار ترک او د خپلو خپلوانو، ملګرو او یا په نورو ځایونو کې واوسیږي - انځور کې د کيف ښار اوسیدونکي
د کیف ښاروال له خلکو غوښتي چې د امکان په صورت کې دې ښار ترک او د خپلو خپلوانو، ملګرو او یا په نورو ځایونو کې واوسیږي - انځور کې د کيف ښار اوسیدونکيانځور: Jeff J Mitchell/Getty Images

له بل لورې د اوکراین دفاع وزیر، الکسي رزنیکوف، ويلي دي چې د «میاشتو هڅې په مخ کې پرتې دي. دښمن لا هم د پام وړ منابع په اختیار کې لري.»

زیلینسکي د اوکراين وګړي سخت ژمي ته چمتو کوي

اوکراین د اکتوبر میاشتې له اوایلو راهیسې د روسېې د توغندویزو او ډرون حملو لاندې نېول شوی دی. حملې په ځانګړې توګه په سویل کې خيرسون باندې ډيرې ترسره شوي دي. روسېې له خیرسون څخه نژدې درې اوونۍ مخکې خپل ځواکونه وایستل او دغه ښار بېرته د اوکراین په کنټرول کې راغی.

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر ويلي دي چې د روسي ځواکونو په وروستیو بریدونو کې د ټول هیواد په سطحه دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. په خیرسون کې ېوه ۷۰ کلنه ښځه په خپل کور کې وژل شوې او یو ۶۴ کلن سړی پر سړک ټپي شوی دی.

روسيې پر خيرسون باندي خپلو حملو ته دوام ورکړی

د ولسمشرۍ دفتر زیاته کړې چې يو ۱۵ کلن هلک په سومي سيمه کې هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ چې په بيلوپيلیا ښارګوټي کې یو روغتون په نخښه کړل شو.

چارواکي وايي چې د پنجشنبې شپې راهیسې د خيرسون دوه دریمه برخه برېښنا نه لري. يو شمیر ځايي اوسیدونکي د اورګاډو تمځایونو او یا هم د حکومت په ملاتړ جوړو شوو خيمو ته چې پکې د بخارۍ، اوبو، خوړو او د موبایلونو د چارچولو بند وبس نیول شوی، راټول شوي دي.

«کيدای سي په ژمي کي ډېر اوکراینیان د يخ قرباني سي»

که له ېوې خوا د کیف ښاروال د دغه ښار اوسیدونکو ته بل ځای ته د وتلو خبره کوي، له خیرسون څخه بیا ځينې خلک کیف ته د تلو له پاره زړه ښه کوي.

د خیرسون یو اوسیدونکی، انتوني سيلکوزا چې د روسېې په یوه حمله کې وژل شوي ۷ نارینه او يوه ښځه ېې خاورو ته سپارلې په یو ویجاړ شوی کور کې ولاړ دی
د خیرسون یو اوسیدونکی، انتوني سيلکوزا چې د روسېې په یوه حمله کې وژل شوي ۷ نارینه او يوه ښځه ېې خاورو ته سپارلې په یو ویجاړ شوی کور کې ولاړ دیانځور: Chris McGrath/Getty Images

د خيرسون اوسیدونکې ۷۹ کلنه، ليودميلا بیلوشیستا، په داسې حال کې چې د تخلېې يو اورګاډي پر لور روانه وه وویل چې ښايي د خیرسون وضعیت نور هم خراب شي. هغې وويل له همدې کبله ېې تصمیم نيولی چې په پلازمینه کيف کې خپلو اولادونو سره يو ځای شي.

جرمني: ۱،۰۳ ملیونه اوکرایني مهاجر راغلي

بیلوشیستا وویل چې هغه د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال زېږېدلې ده: «زه د نړيوالې جګړې پر مهال ماشومه وم او اوس په دغې جګړه کې یوه انا یم.»

هغې د روسي ځواکونو د حملو په هکله وويل: «بريدونه ډير درانه ول، زموږ کورونو حتی ټکانونه وخوړل. دغو بمباريو زه ډيره وويرولم.»

ویبر: اروپايان دې په ژمي کې د اوکرایني مهاجرو پر وړاندې لا ډير مسئوليت ادا کړي

اوکرایني چارواکي دغه راز وايي چې روسي ځواکونو د دونیڅک سېمې پر بخموت ښار خپله کړۍ راتنګه کړي، د هغه  شاوخوا ته پر پرتو څو کلیو ېې تمرکز زیات کړی او هڅه کوي چې لویه لاره قطع کړي.

سيرګي لاورف پر ناټو نېوکې وکړې

په عین وخت کې د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر مشر، اندری یرماک ويلي دي په داسې حال کې چې جګړه ادامه لري، روسېې د پنجشنبې په ورځ د اوکراین ۵۰ جنګي بندیان آزاد کړي او په همدغه شمیر کې بندیان اوکراین هم وروسپارل.

له آرشيف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل