1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

«کيدای سي په ژمي کي ډېر اوکراینیان د يخ قرباني سي»

۱۴۰۱ آذر ۱, سه‌شنبه

د روغتيا نړيوال سازمان په نظر راتلونکی ژمی به په اوکراين کې د ډیرو انسانانو له پاره «ژوند ګواښونکی» وي.

https://p.dw.com/p/4Jrfx
Corona: WHO-Regionaldirektor Hans Henri P. Kluge
انځور: HANS PUNZ/APA/picturedesk.com/picture alliance

د اروپا له پاره د دغه سازمان رئیس، هانس کلوګه ټینګار وکړ، چي د کال په دغه یخ موسم کي د روسیې له خوا تر حملې لاندي راغلی دغه هیواد اوس د مرګ او ژوند سره په مبارزه کي دی. هغه د کیف څخه د لیدو پر مهال وویل چي  تقریبأ لس ميلیونه انسانان د جنګ په نتیجه کي بې برېښنا سوي دي. د اوکراین په ځینو منطقو کي د حرات درجه کيدای سي تر منفي شلو پوري ورسیږي.