1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

په ژمي کې د اوکرایني مهاجرو څخه د لا ډير ملاتړ غوښتنه

۱۴۰۱ آذر ۶, یکشنبه

د اروپا په پارلمان کې د اروپا د خلکو ګوند (EPP) اروپايانو څخه اوکرایني مهاجرو ته د پناه ورکولو په برخه کې د لا ډير پيوستون غوښتنه کړې ده. د دغه ګوند مشر وايي اروپايان د ډیرو اوکرایني مهاجرو مقابل کې لا ډير مسئولیت لري.

https://p.dw.com/p/4K9PQ
منفرد ویبر
منفرد ویبرانځور: Sem van der Wal/ANP/picture alliance

د اروپا د خلکو ګوند مشر، مانفرید ویبر، ويلي دي «که چیرته د روسيې د بمباريو او حملو له کبله د ژمي په موسم کې ډیر اوکراينيان تېښتې ته مجبوره کیږي، د غربي اروپا ېې بايد پر وړاندې لا ډير مسئولیت ادا کړي.» ویبر دغه خبره آلمانۍ ورځپاڼې بيلد ام زونتاګ ته کړې ده.

دغه آلماني سیاستوال وويل چې دا یو «بېساری چلینج» دی چې باید ورسره په «پيوستون» سره چلند وشي.

اوکرایني مهاجرو د المان ښارونه د ګنجایش وروستي حد ته رسولي

د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې مطابق، په اوکراین کې د فبرورۍ په ۲۴مه د پيل شوې جګړې له کبله، تر اوسه له دغه هيواده شاوخوا ۷.۹ ميلیونه خلک دې ته اړ شوي چې له هیواده بهر د میشتیدو په لټه کې شي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله له دغې ډلې څخه څه باندې يو ميليون کسان يې يوازې په آلمان کې راجستر شوي دي.

د جي ۲۰ مشرانو په اوکراين کي د روسیې د جگړې له امله اندېښنه څرگنده کړه

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره يو ان اچ سي آر وايي چې د آلمان په پرتله په نورو اروپايي هیوادونو فرانسه ايټالیا او هسپانیا کې لږ مهاجر راجستر شوي دي. پر وینا ېې په فرانسه کې شاوخوا ۱۱۹زره، په ايټالیا کې ۱۷۳زره او هسپانيا کې په حدود د ۱۵۴زره مهاجر راجستر شوي دي.

پولند چې تر نورو ډير ختيځ لور ته پروت دی، له اوکراین څخه ېې تر ټولو ‌ډير يعنې له یونيم میلیون څخه ډیر خلک منلي دي.

پر اوکراین تازه درنې حملې؛ لس ميليونه خلک بې برېښنا شوي

د اروپايي اتحادېې د کورنیو چارو کمشنرې، یلوا يوهانسون هم ټینګار وکړ چې غړي هیوادونه باید په دې برخه کې خپل لازم اقدامات وکړي. هغې هم يادې ورځپاڼې ته وويل چې د اتحاديې «هغه غړي هیوادونه چې لا هم د سرپناه ظرفیت لري، واضح ده چې هغو غړو هیوادونو سره د خپلو مرستو هڅې ډيرې کړي چې په ظرفیت کې قرار لري.»

زیلنسکي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه د لا ډیرو مرستو غوښتنه وکړه

د ژمي په موسم کې د اوکرایني مهاجرو د ډيریدو انديښنې ځکه ډيرې شوي چې روسي ځواکونو د وروستیو څو اوونیو په جریان کې د اوکراین د برېښنا او انرژۍ پر زیربناو درنې حملې ترسره کړي چې له کبله يې اوکراین د برېښنا له بابته له سختو ستونزو سره مخ دی. ويل کیږي چې د اوکراین په ډيرو ښارونو کې دا وخت برېښنا نشته او خلک د خپلو کوټو ګرمولو له پاره مناسب امکانات نه لري چې شدیدې اندیښنې ېې راولاړې کړي دي.

د نورو ډیرو اوکرایني مهاجرو راتگ ته د تیاري نیولو غوښتنه

 mks/mns/(dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل