1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

روسيې پر خيرسون باندي خپلو حملو ته دوام ورکړی

۱۴۰۱ آذر ۴, جمعه

د اوکراین پر خيرسون ښار باندي د روسي پوځ تازه حملو کي د محلي چارواکو په حواله ۷ کسان وژل سوي او تقریباً ۲۰ نور زخمیان سوي دي.

https://p.dw.com/p/4K337
Ukraine | Russischer Angriff in Cherson
انځور: Bernat Armangue/AP/picture alliance

ویل کیږي چي همدا لږ موده دمخه د اوکرایني قواوو له خوا آزاد سوی دغه ښار په توپخانو او راکټ اندازونو باندي ویشتل سوی دی.

د اوکرایني قواوو د فشار په نتیجه کي روسي ځواکونه مجبوره سول چي د دنیپور رود سره پروت دغه ښار او موضع ګاني یې تخلیه کړي، خو د رود هغه بله غاړه کي لا روسي قواوي پاته دي او د هغه ځایه پر خيرسون باندي فیرونه کوي.