1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

په اوکراین کي د برق د کامل قطع کیدو خبرداری

۱۴۰۱ آبان ۲۸, شنبه

د اوکراین د پایتخت، کیف چاروکو د انرژۍ او برق پر شبکې باندي د روسیې حملو ته په کتو سره د برق د مطلق قطع کیدو څخه خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4JmWh
Sicherungskasten bei Stromausfall
انځور: Stephan Schulz/dpa/picture alliance

ځکه نو لکه څنگه چي د کیف د ښارولئ معاون، مایکولا پووروڅنیکي په ټلویزون کي ویلي دي، هغوی د برق د قطع کیدو پر مختلفو سناریو گانو باندي کار کوي، د هغې جملې څخه پر مطلق قطع کیدو باندي. چاروکی وايي، چي دوی د ښارونو د تخلیې موضوع نه بررسي کوي. 
د اوکراین د صدراعظم په حواله، د ټول هیواد په سطح د انرژۍ د تهیې نیمايي برخه قطع سوې ده. دا هم پداسي حال کي ده، چي د اوکراین په اکثرو مناطقو کي هوا د سانتي گراد تر صفر درجې هم کښته سوې ده.