د کابل تر نړيوال کنفرانس د مخه سيمه ايز کنفرانس را بلل سوی و
۱۳۸۹ تیر ۲۸, دوشنبهپه کنفرانس کي چي د ايران، پاکستان ، ازبکستان ، ترکمنستان، هند او ترکيې پر سفيرانو سربيره د سيمي لويو سازمانونو ايکو او سارک استازو هم ګډون کړی وی موخه يې په سيمه کي د همکاریو پراختيا او د مخدره موادو سره مبارزه ول.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي دغه کنفرانس په خپل ډول کي لومړی کنفرانس و چي په خبره يې تر اوسه پوري د ګاونډیو هيوادونو او سيمه ايزو سازمانونو تر منځ يوه ګډه ناسته نه وه تر سره سوې.
د ملګرو ملتونو خاص استازي ستيفن ډي ميستورا ويلي دي چي په افغانستان کي د سولي او امنيت د راتلو د پاره د ګاونډيو هيوادونو د استازو او سازمانونو تر منځ اړيکي ډيري مهمي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پدې لټه کي دی چي د کابل د نړيوال کنفرانس د مخه دا وښي چي د خپلو ګاونډيانو سره ډيري ښې اړيکي لري.
مګر په تيرو 9 کالونو کي د پاکستان سره د افغانستان اړيکي چنداني ښه نه وې.
افغان حکومت هر وخت پر پاکستان باندي دا تور لګوي چي پخپله خاوره کي يې تروريستانو ته ځای ورکړي او د هغه ځای په ازاد ډول په افغانستان کي خپل فعاليتونه کوي.
که څه هم د ايران سره د افغان حکومت اړيکي لږ ښې ښکاري ولي بيا هم د هيواد په جنوب کي ايران په دې تورن دی چي د دولت مخالفينو ته وسلې ورکوي.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی. زيارمل