1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان په اسا سى قانون کښي د تغيراتوپه منظور پارلماني غونډه بيا وځنډول سوه

۱۳۸۹ فروردین ۶, جمعه

د پاکستان اسا سى قانون چى په تيرو لسيزو کښى دنظامي دکتاتورانو له خوا پکښى په دومره اندازه ګوتى وهلى سوى دى ،چى خپله سوچه څيره يې تغیره سوېده ، خو دهغه بيرته خپل زوړ حالت ته د راوستلو دپاره د هلوځلو په لړ کښى نن

https://p.dw.com/p/MfQj
د پاکستان پارلمان
د پاکستان پارلمانانځور: Abdul Sabooh

په مرکزى پارلمان کښى کيدونکې جلسه وځندول سوه چى د ټول هيواد د سياسى او ټولنيزو کړيو دپاره يو غمجنه او دانديښنو وړ پيښه وه .

داپداسی حال کښي چه دغه پارلمانى غونډى ته سترګى اوښتي وې، ځکه چى د هيواد په تاريخ ک‌ښى په اوله پلا د اساسى قانون بيرته سمولو او دهغه يو پر څلورمه برخه مادې (چىتعداد يې د سلو څخه هم پورته دى) بيرته بدلولوهڅى وې .

د هغه په منظورد ټولو پارلمانى ګوندونو له خوا جوړى شوى د اساسى قانون اصلاح کونو په غرض د سناتور رضا ربانى په مشرى کښی يو کميته هم جوړه سوې ده . دا چى دا پروسه د يوه کا ل راهيسى جريان لری ، د هغه لوی مقصد دا دى چى د نظامي دکتاتورانوجنرال ضياالحق او جنرال مشرف په وختو کښى په دغه اساسى قانون کښى داخلي سوی مادې ليرى سى، چى داسى لکه د کال 1973 اساسى قانون غوندي یووار بيا ديمو کراتيکه شکل واخلى . نو د ډيروغونډو او صلاح مشورو څخه وروسته بايد پرون ماښام پر 7 بجو يوه مسوده د کميټې دغړو لخوا لاس ليک سوې واى او نن پارلمان ته وړاندى شوې واى .

نواز شريف
نواز شريفانځور: AP

خو پرون ماښام پر 6 بجو د پاکستان مسلم ليګ اوسني مشر د نوازشريف مطبوعاتى کانفرنس خلک هک پک کړل چى کله يې دا وويل چى دوى به د اصلاحاتو مسوده ترهغو پورى نه لاس ليک کوى تر څو چى د قاضيانو د ټاکلو او د صوبه سرحد د نوى نامه شخړه حل سوې نه وي .

د حيرانتيا خبره دا وه چى تر پرون غرمى پورى داس څه خبره نه وه چى دمسلم ليګ نواز ډله به څه پوښتنى ولرى، ځکه چى ټولى صلاح مشورې او مسودې د دوى په خوښه جوړی سوى وې .

ده هم دا ډول د صوبه سرحد د نوى نامه شخړه هم داسى پريښول چى حل سوې وه . د عوامى ملى ګوند له خوا درې نا مې وړاندى شوې چى هغه پښتونستان افغانيه او د پښتون خواه او مسلم ليګ له خوا د خيبر اباسين او ګنداره نومان وړاندى سوى وه ، نو د بيلا بيلو رپوټونو له مخى پر دغه يوالى ښودل کيږى چى د دواړو ګوندونو له خوا ښودل سوى نامو څخه يو نامه انتخاب سی ، نو دا يا معلومه نه دى چى پرون هغه پيښه وشوه چى هر څه يې يو وار بيا ټک په ټک ودرول .

سياسى کړى وايې چى کيداى سى نوازشريف ته د يوې خوا ټيليفون سوی وي اوپه دوی سره داسى يووار بيا د ديموکراسى لمن پراخيدلو مخه ونيولى سى .

شاه جهاه

کتونکي : محمد قاسم نوري