د پاکستان حکومت د لاريون کونکو غوښتني و منلې
۱۳۸۷ اسفند ۲۶, دوشنبهکارپوهان د حکومت دغه اعلان د پاکستان د خلکو يوه ستره بريا بولي. په سيمه کي د سياسي چارو کارپوه رحيم الله يوسفزی وايي. چي ديو کال مخکنيو ټاکنو د تحريموونکي ګوندونو اې پي ډي ايم لخوا هم د حکومت دغه اعلان ته مثبت غبرګون ښودل سوی دی. د پاکستان په تازه منتخب سوي دسناد جرګې غړی عبدالرحيم مندوخېل چي د پښتخونخوا ملي عوامي ګوند او اي پي ډي ايم سره تړاو لري وايي چي حکومت دغه پرېکړه بايد پخوا لا کړې وای.
«د پاکستان د حزب اختلاف د مهم ګوند مسلم ليګ نواز مشر نواز شريف د هغه ستر لاريون د ختمېدو اعلان کړی دی،چي څو ورځي تر مخه پيل سوی و. پدغه ستر لاريون کي ګڼ شمېر وکيلانو او د ګوندونو غړو او اولسي وګړو ګډون درلودی. د زيات کوښښ سره سره حکومت پدې ونه توانېدی چي د احتجاجونو مخه ونيسي. اوس پوښتنه داده چي هغه حکومت چي يوه ورځ تر مخه يې لا په سخته توګه دا دريځ درلودی چي د وکيلانو او مخالفو ګوندونو د احتجاج مخ به نيسي او د هغوی غوښتني به نه مني، تر هغه مهمي غوښتني ومنلې.» يوسفزی وايي:
«پداسي حال کي چي پاکستان د سترو اقتصادي او داخلي امنيتي ستونزو سره مخامخ و، د قاضي القضات د بيرته مقررۍ غوښتنه آصف علي زرداري نه منله. په ټوله هيواد کي د ستر لاريون د پيليدو وروسته په خپله په پيلپلز ګوند کي هم د آصف علي زرداري او د حکومت پر ضد ږغونه پورته سوي وه.»
د پاکستان په بعضوسيموکي د هغو شخصي تلويزونونو د خپرونو د بنديدو وروسته چي د لاريون پيښي يې ژوندۍ خپرولې د پاکستان د اطلاعاتو وزيره مېرمن شيرين رحمان هم په احتجاجي توګه د خپلې دندي څخه استعفی کړې وه. اوس چي د لاريون کونکو تر ټوله ستره غوښتنه ومنل سوه ايا په پاکستان کي به سياسي ټيکاو ته لاره هواره سي.؟
يوسفزی وايي، چي زيات کارپوهان پدې آند دي چي د پاکستان اولسمشر آصف علي زرداري د خپل سياسي ژوند يوه ستره ماته وخوړله. کارپوهان پدې آند دي چي د آصف علي زرداري پريکړو د پيپلز وګوند ته زيات تاوان وررسولی.خو داچي اوس د احتجاج کوونکو غوښتنې ومنل سوې د پاکستان له پاره ستره ګټه ګڼل کيږي ولي چي د نور تاوان مخه ونيول سوه.