د پاکستان حکومت د خپل یو ايتلافی ګوند تر فشار لاندی دی، ولی؟
۱۳۸۹ مهر ۲۶, دوشنبهد حکومت يو سياسي متحد ګوند د پاکستان د کراچي په ښار کي پر حکومت فشار راوستي ترڅو د دغه ګوند د غړو او کارکونکو امنيت ټينګ کړي. دا په داسي حال کي ده چي د همدي اوني په لومړيو ورځو کي يوي چاودني 33 تنه، د متحده قومي غورځنګ د ګوند د غړو او کارکونکو په ګدون د کراچي په ښار کي ووژل.
متحده قومي غورځنګ د پاکستان په ايتلافي حکومت کي برخه لري. په کراچي کي د چاودنو نه وروسته، د دغه ګوند مشرانو ويلي دي که حکومت د دي ګوند د غړو او کارکونکو امنيت ټينګ نکړي دوي به د پاکستان د حکومت سره خپل ايتلاف مات کړي ، چي دي سره به د پاکستان اوسني حکومت خپلي يو زيات شمير څوکي په پارلمان کي له لاسه ورکړي.
د پاکستان حکومت اوس مهال له يولړ ستونزو سره لاس او ګريوان دي. د قضايي قوي سره لانجه، د طالبانو سره جګړه او د دي کال د سختوسيلابونو د رسيدلو تاوانونو جبرانول په اوسنيو حالاتو کي د پاکستان تر ټولو لويي ستونزي شميرل کيږي.
متحده قومي غورځنګ تر دي د مخه هم دولت سره د خپل د ايتلاف د ماتولو ګواښونه کړي، خو د څيړونکو په اند، دا ځلي د ايتلاف د ماتيدو امکانات ځکه دي چي د دي ګوند چارواکي د خپلو غړو لخوا تر سخت فشار لاندي نيول شوي دي. د متحده قومي غورځنګ يو لوړپوړي چارواکي وييلي دي چي دوي د خپل د ګوند د غړو او کارکونکو لخوا تر سخت فشار لاندي دي. دي چارواکي همدا راز وييلي دي چي ګوند يي اوسني حالت نشي زغملي.
متحده قومي غورځنګ د خپل مخالف، د پاکستان عوامي ګوند تورن کړي دي چي په ورستنيو چاودنو کي لاس لري، خو دغه اتهامات بيا د دي ګوند لخوا رد شوي دي. د پاکستان د عوامي ګوند چارواکو ويلي دي چه دولت د سيمي د امنيت په ټينګولو کي پاتي راغلي دي.
دا په داسي حال کي ده چه د پاکستان ستره محکمه د څو اونيو را په دي خوا هلي ځلي کوي، ترڅو د پاکستان په هغه قانون، چي له مخي يي د پاکستان تبعيد شوي سياست وال بيرته دي هيواد راغلي، اصلاح کړي. د دغو اصلاحاتو په پايله کي به، د پاکستان اوسني اولسمشر، اصف علي زرداري، او د دغه هيواد ډير شمير نور لوړ پوړي چارواکي او سياست وال محاکمه شي.
رويترز/مسعود جهش
کتونکي: عبدالباري حکيم