د يو تن آلماني په تښتولو کي کېدای سي طالبان لاس ولري
۱۳۸۶ آذر ۲۸, چهارشنبهاعلان
د Bild په نامه آلمانۍ ورځپاڼه نن ليکي، چي د آلمان د حکومت په عقيده ښايي د Kleber د تښتولو موضوع يو سياسي عمل وي او کيداي سي، چي په دغه پېښه کي طالبان لاس ولري. خو د آلمان د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه پوري په رسمي ډول دغه دريځ نه دی تايد کړی، يوازي دونه ويل سوي، چي دغه پيښه ښايي د برمته نيولو يوه پېښه وي نه يوه کورنۍ مساله، چي په لومړی سر کي ګومان کېدی او داسي آوازې هم د مخه اورېدل سوي وې، چي ښايي پخپله Kleber په دغه قضيه کي لاس ولري ځکه چي نوموړي د يوې خيريه ټولني پيسې پخپلو کارونو باندي لګولي او له دې امله دی په آلمان کي د څارنوالۍ تر تعقيب لاندي دی. خو اوس دغه آوازې رد سوي او د جرمنی د بهرنيو چارو وزارت بېړنۍ جرګه ګۍ دغه پېښه تر څېړني لاندي نيولې او افغانستان پوليس او استخباراتي څانګي هم د هرات په ښارکي ددغه تري تم سوي آلماني د پېداکولو د پاره لاښ کوي.