د نړۍ مهم خبرونه په انځور کي
اتریش او آلمان ته د کډوالو د هجوم لړۍ ادامه لري
د بالکان حوزې هیوادونو څخه د لویدیځې اروپا پر لور د کډوالو هجوم همداسي ادامه لري. د پولیسو د معلوماتو له مخې تیره شپه ۳۲۰۰ مهاجر د هنگري او اتریش له پولي د نیکلسدورف سیمې ته اوښتي دي. تر دې دمخه د یکشنبې په ورځ تر ۱۰ زرو زیات کډوال له هنگري څخه اتریش ته رسیدلي. دغه مخ پر زیاتیدونکي شمیر ته په کتو سره اتریش کډوال د اورگاډې په واسطه آلمان ته لیږدولی دي.
ښایي په یونان کې د نوي حکومت د جوړیدو چارې ژر پیل شي
د یونان په پارلماني ټاکنو کې د سریزا کیڼ اړخی گوند تر بریا وروسته، ښایي په بیړه د یوه حکومت د جوړولو چارې پیل شي. د سریزا گوند مشر الیکسېس څيپراس ویلي دي چې د ښي اړخي گوند سره به د کابینې جوړلو له پاره ائتلاف وکړي. د کابو ټولو رایو تر شمیرولو وروسته د الیکسيس څیپراس گوند ۳۵،۵ سلنه رایې گټلي دي. د «نیا دیموکراتیا» گوند د ۲۸،۱ سلنې په رایو خپلو سره دوهم ځای گټلی دی.
ترکۍ جنگي جېټ الوتکو د کردي یاغیانو مورچلونه بمبار کړي
د ترکي جنگي جېټ الوتکو د دغه هیواد په سویل ختیځ کې د کردي یاغیانو مورچلونه بمبار کړي دي. د ترکیې د پوځ په وینا په دغه بمباریو کې یې د کردي یاغیانو د وسلو او تیلو زیرمې ویجاړې کړي دي او پنځه تنه یاغیان یې وژلي دي. دغه هوایي بریدونه په حکاري ولایت کې پر پوځ باندي د منع کړی شوي کردي کارگر گوند PKK تر یرغلونو وروسته تر سره کیږي.
د اسرائیلو لومړي وزیر مسکو ته سفر کړی دی
د اسرائیل لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو، د دوشنبې په ورځ مسکو ته سفر کړی، څو په سوریه کې د روسیې د یوې ممکنه پوځې مداخلې په هکله له پوتین سره خپله اندېښنه شریکه کړي. اسرائیل له دې اندېښنه لري چې نه شي د روسیې وسلې په گاونډي هیواد کې د یاغیانو لاس ته ورشي. پر دې سربیره اسرائیل غواړي چې د دې مخه ونیسي چې نه شي په اشتباهي توگه د روسیې له پوځ سره کوم ټکر رامنځ ته شي.
شتاین مایر: اوکراین او روسيه دي اوربند ته ژمن پاته شي
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر اوکراین او روسیې ته خبرداری ورکړی دی چې د سپتمبر میاشتې له پیل راهیسې د اوکراین په ختیځ کې نافذ اوربند ته بې توجهې ونه کړي. د دوشنبې په ورځ د بنگله دیش پلازمینې ډهاکه ته د سفر په ترڅ کې هغه ویلي دي چې لا هم د وسلو چوپتیا په بشپړه توگه ډاډمنه نه ده.