د نړۍ مهم خبرونه په انځور کي
«بریګدال رواني ناروغه وو»
د امریکایي عسکر بو بریګدال مدافع وکیلانو ویلي دي چې هغه په افغانستان کې خپله پوسته د رواني ناروغیو له کبله پرېيښې وه. بريگدال په افغانستان کې د دندې پرمهال له خپلې پوستې ووت او بیا د یاغیانو لاس ته ورغلی وو. په ۲۰۱۴م کال کې بریګدال د ځينو طالب یاغیانو په تبادله سره له قیده آزاد شو، خو پر ده باندې د خپلې دندې د بریښودو او نورو امریکایي عسکرو له خطر سره د مخامخ کولو تورونه لګول شوي دي.
تر اوسه۴۷۰۰۰۰۰ مهاجر له مدیترانې تیر شوي
د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو اداراې یا IOM د جمعې په ورځ وویل چې د ۲۰۱۵م کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې ۴۷۳۸۸۴ کډوال له مدیترانې تر تریدو وروسته اروپا ته رسیدلې دي. په دغو کډوالو کې لږ تر لږه۱۸۲۰۰ سوریایان هم شامل دي. دا شمیره تر دې دمخه د وړاندې شویو شمیرو په پرتله لوړه ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې همداراز ویلي دي چې په وروستۍ اوونۍ کې له دې ځایه د تیرېدونکو کډوالو شمیر لا پسې لوړ شوی دی.
چارلي ابدو مجلې ته د بیان د آ زادي جایزه ورکړل شوه
د چارلي ابدو مجلې ته د ام ۱۰۰ رسنې جایزه ورکړل شوه. ویل شوي دي چې دغه جایزه د مجلې له خوا د بیان آزادي ته د درناوي له کبله ورکړل شوې ده. دا هغه جمله ده چي د اسلام د پيغمر د کاريکاتورونو د خپرو په سبب څو مياشتي دمخه په فرانسه کي افراطيانو يرغل وکړ.
په مکسیکو کې د محصلینو د وژنې اصلي شکمن نیول شوی
د ۴۳ مکسیکویي محصلیو تر برمته نیوونې او وژنې پوره یو کال وروسته، د دغه هیواد چارواکو د پیښې اصلي شکمن کس نیولی دی. د مکسیکو د ځانګړي امنیتي مامور رناتو سالیس، په حواله دغه کس په ګررو ایالت کې نیول شوی دی. هغه زیاته کړې ده چې د دې پیښې په تړاو ټول ټال ۱۱۱ تنه نیول شوي دي چې ډېر یې د مکسیکو پوليس دي.
«د بشار اسد ځواکونه نوي روسۍ وسلې کاروي»
رویترز خبري آژانس د یوې سوریایي سرچیني په حواله ویلي دي چې بشار الاسد ته وفاداره ځواکونو په دغه هیواد کې د داسې نویو هواي او ځمکنیو وسلو کارول پیل کړې چې د روسیې له خوا ورکړل شوي دي. تر دې مخکې هم امریکا متحدو ایالاتو و اسرائیلو د هغو خبرونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه چې روسیه غواړي په سوریې کې مستقيمه پوځي مداخله وکړي.
په کلفورنیا کې اور دوه نور کسان هم وژلي دي
په کلفورنیا کې په ځنګله کې د اور لګیدنې له کبله د دوو نورو کسانو مړي هم موندل شي دي. په دې سیمه کې له دوو اوونیو راهیسې اور بل دی چې چارواکي یې د کنترولولو هڅې کوي. له دې سره د اور له کبله د وژل شویو کسانو شمیر پنځو تنو ته لوړ شوی دی. له بلې خوا چارواکو ویلي دي چې اور کنترولولو په چارو کې یې پر مختګ کړی دی.