د نړۍ مهم خبرونه په انځورونو کې
د نګورنو قره باغ په شخړه کې ښکیلې خواوې پر اوربند سلا شوي
د جنوبي قفقاز د غرنۍ سیمې نګورنو قره باغ پر سر د خونړیو نښتو وروسته ښکیلو خواو ارمنستان او آذربایجان پر اوربند توافق کړی. دا خبر د دغه بیلتون غوښتونکې سیمې چې په رسمی توګه د آذربایجان برخه ده خو زیاتره اوسیدونکي یې ارمنستاني وګړي دي، یوه چارواکي وکړه. آذربایجان هم دا خبر تائید کړې. دغلته نښتې د جمعې د ماښام څخه پيل شوی وې او تر سه شنبې پورې پکښې په ټولیزه توګه ۶۴ انسانان ووژل شول.
سیپري: په نړیواله کچه پوځي لګښتونه یو ځلي بیا لوړ شوي
د ټولې نړۍ په کچه په ۲۰۱۵م کال کې پوځي لګښتونه په تیرو څلورو کالو کې یو ځلي بیا لوړ شوي دي. په ستاکهولم کې د سولې د څيړنیز انستیتوت «سیپري» په خپل کلني رپوت کې ویلي چې په ټولیزه توګه دولتونو نزدې ۱،۷ بلیون امریکايي ډالر پر خپلو پوځونو مصرف کړي دي . د رپوټ په حواله د آسیا او اوقیانوس کابو ټول هیوادونه، د منځنۍ او ختیځې اروپا او د منځني ختیځ د ځینو هیوادونو پوځي لګښتونه ډیر لوړ دي.
فون دير لاین: آلمانې پوځ به په مالي کې د ترهګرو پر ضد جګړه ونه کړي
د آلمان د دفاع وزیره اورزولا فون ډیر لاین په مالي هیواد کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د آلماني پوځ ګډون ناممکن وباله. په پلازمینه باماکو کې د خپل سیال سره د لیدنې کتنې وروسته نوموړې وویل چې د ترهګرو سره د جګړې مسئولیت د «برکهانه» تر نامه لاندې عملیاتو په چوکاټ کې فرانسوي ځواکونه لري. دې وویل چې په مالي کې د ملګرو ملتونو په ماموریت کې د شاملو ۲۳۰ آلماني عسکرو دنده د سولې د پروسې سره ملتیا کول دي.
۴۷ هندي پولیس په عمري بند محکوم شول
په هند کې د یوې محکمې له خوا ۴۷ تنه پولیس د ۱۱ سک زیارت کونکو د وژلو له امله د عمري بند په سزا محکوم شوي. د رسنیو په حواله په ۱۹۹۱م کال کې پولیسو د دغو زیارت کونکو تر وژلو وروسته ویلي ول چې دوی وسله وال ول څو د دوی د وژلو له امله امتیازات ترلاسه کړي. د څارنوال ایس سي جیسوال په حواله پولیسو د زیارت کونکو بس درولې وو او ۱۱ تنه سړي يې ځنګله تر بیولو وروسته په ډزو وژلي ول.
اروپايي ټولنې محکمې د غړیو هیوادونو ترمنځ د مجرمانو پر تسلیمولو محدویتونه لګولي
د اروپايي ټولنې محکمې پریکړه کړې چې د یوه غړي هیواد څخه بل ته مجرمان په اتوماتیکه توګه د انتقالیدو اجازه نه لري په داسې حال کې هلته د بندي ګرت د غیر انساني شرائطو د ګواښ سره مخ وي. په اصل کې قضیه د هنګري او رومانیا د دوه وګړو وه چې په اروپا کې یې د نیولو حکم صادر شوې وو او بیا په آلمان کې ونیول شول. په اصلي هیوادونو کې د بندي ګرت د ناوړه شرائطو له کبله آلمان اوس اجازه نه لري دغه کسان تسلیم کړي.