د كابل په بګراميو کې 16 ټول ګټي پروژې بشپړ شوي دي
۱۳۸۸ اردیبهشت ۱, سهشنبهد دغو پروژو مالي لګښت اوه ويشت ميليونه اودرې ديرش زرو افغانيو ته رسيږي.
همدارنګه په كليوالي سړكونو د څه د پاسه 15كيلومترو په اوږد والي جغل اچول شوى .
د دغو پروژو مالي لګښت اوه ويشت ميليونه او درې ديرش زرو افغانيو ته رسيږي. د نوموړو پروژو په مالي لګښت كې په سلو كې لس د اړوندو كليو خلكو هم ونډه اخيستې ده . د يادو شويو پروژو د پرانستې په غونډه كې د بګراميو د ولسوالۍ د ملي پيوستون د پروګرام مسوول اسد اله صافى د پروژو د څرنګوالي په هكله داسې وويل :
نن مونږ هغه 16پروژې ګټې اخيستنې ته سپارو چې كارونه يې بشپړې شوي دي . دغه پروژې
3730متره كانكريټي كانال ، 37پلچكونه او 1321متره استنادي ديوالونه دي، د 15227مترو په اوږد والى په كليوالي سړكونو جغل اچول شوى ، 11 روتري او كوبه يې څاګانې كيندل شوي او 155پايې لمريزه برښنا مو په كليو كې نصب كړي دي .
اسداله صافى وايي چې : د دغو شپاړلسو پروژو څخه به يواځې د ترانسپورتشن ، د څښاك د پاكو اوبو او سولر برښنا په برخو كې 7580كورنۍ ګټه پورته كړي .
د بګراميو د ولسوالۍ د نوآباد دكلي يو تن اوسيدونكى وايې چې : زمونږ په كلي كې د سړك پروژه بشپړه شويده او د سړك له جوړيدو څخه د مخه د كلي خلك ډيرې ستونزې درلودې خو كله چې د كلي په سړكونو جغل واچول شو اوس هغه ستونزې د ملي پيوستون د پروګرام د هڅو په پايله كې له منځه تللي دي .
د بګراميو د ولسوالۍ د پراختيايي شورى رييس قاري دولت محمد د كليو د پراختيا له وزارت څخه او د بګراميو د ولسوالۍ د ملي پيوستون د پروګرام له كاركوونكو څخه مننه كوي او وايې چې : د دغو پروژو په پلي كيدو سره د بګراميو د ولسوالۍ وګړو ته د ژوندانه ډيرې آسانتياوې برابرې شوي او د بګراميو په ولسوالۍ كې داسې ورته ډيرې نورې پروژې هم پلي شوي دي .
د ښاغلي صافي په وينا يادې شوې پروژې د بګراميو د ولسوالۍ د خلكو او د وګړنيزو شوراګانو د وړانديز په ترڅ كې سروې ، منظورې او كارونه يې بشپړې شوې.
بري پال
کتونکې: يحيیی وردک