د سوريې د ملگرو په نوم ډلې پر سوريې د بنديزونو د زياتولو غوښتنه کړې ده
۱۳۹۰ اسفند ۶, شنبهاعلان
د سوريې د تماس د ډلې په نوم د ۶۰ هيوادونو او مؤسسو ډلې په تونس کي خپله لومړۍ غونډه تر سره کړې ده. پدغه لومړۍ غونډه کي په سوريه کي په سملاسي توگه د تاوتريخوالي د درولو او پر سوريې د بنديزونو د لگولو غوښتنه سوې ده.
د سوريې د ملگرو په نوم دغې ډلې په خپله اعلاميه کي ويلي دي چي مرستندويه مؤسسو ته دي بې له کومه قيد او شرط، جگړه ځپلي سيمو ته د سفر او هلته د کار کولو اجازه ورکړل سي. دغې ډلې د يو شمېر عربي هيوادونو هغه غوښتنه نه ده تکرار کړې چي سوريې ته دي د ملگرو ملتونو سوله ساتي ځواک ولېږدول سي. په عيني حال کي د جمعې په ورځ په سوريه کي د احتجاجونو لړۍ دوام موندلی دئ او د حکومت د مخاليفينو په وینا په دې ترڅ کي تر سلو زیات انسانان وژل سوي دي.