د جي اته د بهرنیو چارو وزیران د سوریې په اړه خبري کوي
۱۳۹۱ فروردین ۲۴, پنجشنبهاعلان
د سوریې د وضعي په هلکه به د « جي اته» هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کي هم خبري اتري وشي. اووه لوی پرمختللي هیوادونه او روسیه به په واشنګټن کي په دغه دوه ورځني کنفرانس کي به ددې شخړي د سوله يیزي حل لاري په هلکه سلامشورې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن په دې ترڅ کي کمه خوشبیني ښکاره کړه، چي گويا اسد به د اوربند پلان عملي کړي. د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله پر دې ټینګار وکړ، چي د سولي هلوځلو ته چانس ورکړل شي:« سړی باید د ځانګړي استازي کوفي عنان پلان تر وخته مخکي ناکام و نه بولي.»