د جرمني د پساودپوليسو پرقوماندان باندي په خپل کورکي حمله سوې ده
۱۳۸۷ آذر ۲۵, دوشنبهدا له هغو کلمو څخه اټکل کيږي، چې گذار کوونکي د يرغل په وخت کی پر خوله راوړې . هغه خبري لوی څارنوال هلموت والخ داسي نقل کوي :
(د ملي مقاومت لخوا ډېر سلامونه . ته چپی نر خوگ هېڅکله زموږ د ملگرو پر قبرونو نه سې ختلی.)
دا جملې د زاړه نازيFriedhelm Busse د ښخولود مراسمو سره اړه نيسي، کوم چې د ٢٠٠٨ ميلادي کال د جولای په مياشت کې تر سره شوه. هغه وخت د نازياناو لوړ پوړو غړو پر تابوت باندې منع شوی پخوانی آلمانی بيرغ وغوړاوه. اليوس مانيشل هغه کسان ونيول او څو ورځي وروسته يې قبر بېرته واز کړ.
د پساو د پوليسو قوماندان د خپلو اعمالو له مخې ښي لاسو تندلارو ته يو دښمن گرزېدلی وو، کومو چې په انټرنيټ کي ورته سخت گواښونه کول او تورونه يې ورباندي لگول . لوی څارنوال هلموت والخ وړاندې څرگندوي:
(زه طبعا پوهېږم چې ښاغلی مانيشل د ښي لاسو لخوا تر نظر لاندې نيول شوی وو. وروسته تر هغه چې په پساو کې د جولای د مياشتې راپديخوا دپوليسو سره د ښاغلي مانيشل تر مشرتابه لاندې پرله پسې وړې وړې لانجې منځ ته راغلې . او له دې کشالو سره هم د خولې او هم مثلا په انټرنيټ کې د ښاغلي مانيشل پر ضد تورونه راپورته سول .)
او اوس دا سخته حمله . اليوس مانيشل وروسته تر هغه چي د دروازې زنگ يې ووهل سو، په خپله گذارکوونکي ته د Fürstenzell په سيمه کي د خپل کور دروازه پرانسته . دې بيگانه کس سمدلاسه د چاړې وار پرې وکړ. پوليس دا عمل يو خونړی کوښښ بولي . که چېري دوه سانتې متره چپې خواته چاړه برابره شوې وای، نو هم هغه وو چې پر زړه به وربرابرېدله.
د باير د کورنيو چارو وزير يواخيم هرمان د يکشنبې په ورځ يوه مطبوعاتي کانفرانس ته حيرانتيا ښکاره کړه او ويې ويل:
(دا يوه بشپړه نوې پېښه ده، چې يو څوک په خپله شخصي سيمه کې تعقيب کيږي، په خپله شخصي سيمه کې پلټل کيږي او بيا دا ډول يوه حمله ورباندي کيږي . دا دزورزياتي پر ډېرښت باندې دلالت کوي .نو ځکه به موږ کوښښ کوو چې دا پېښه ژر تر ژره وڅېړو او روښانه يې کړو.)
د سيمې اوسېدونکي هم هک حيران او سخت خواشيني شويدي .د نيدربايرن د اوبرفالڅ د سيمې د پوليسو مشر هانس يونکر په ډاگه کوي،چې دې پېښې پر ملگرو باندې هم سخته ناوړه اغېزه کړېده. د ده له قوله،
(دا ډول کوم کار تر اوسه پورې نه وو ليدل سوی او د باور وړ نه دئ . موږ يو ځانگړی کمسيون ټاکلی دی .موږ به په خاص ډول سره د ښي لاسو څرنگوالی څېړو.)
اليوس مانيشل اوس هم د پساو په يوه روغتون کې ناروغ پروت دئ . دی غږېدلی شي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دئ .