د جرمني د نوي کال د بودجې پر سر بحثونه روان دي
۱۳۸۷ آذر ۷, پنجشنبهددغه عيسوي کال د سپټامبر په نيمايي کي چي د پارلمان وکيلانو دبودجې پرحکومتي پلان بحث کاوه ، لا اقتصادي بين امللي بحران دونه پراخ نه ؤ، او کم خاص اهميت يې نه درلودۍ . خو دوې مياشتي وروسته د اقتصادي بحران په رامنځته کيدوسره د جرمني دحکومت د سپما کولو پلانونه لکه کاغذي کورونه اوبو يووړل . او د سپما په عوض په نوي پلان سوې بودجه کښي ډير لوړ نوي قرضونه او پورونه په نظر کي نيول سوي دي.پورونه او قرضونه چي آينده نسلونه به يې لکه د ژرندي پلونه پر خپلو اوږو باروي .
په راتلونکي کال کي به د جرمني اقتصاد نوره وده ونکي،ماليات به راکم نسي، او په مقابل کي به بيکاري ډيره سي. د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل، 2009 عيسوي کال د خرابو خبرونو کال بولي. یعني داچي د جرمني حکومت نسي کولای په ډکو لاسو سره عمل وکي، او هغه بايد اول د اقتصادي بحران غم وخوري، که څه هم دا کار دردونکی دی، خو حکومت هغه ته مجبوره دی.
د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل د خپلي بيانيې پر وخت په دغه موضوع کي تر ټولو دمخه رواني همکاري وغوښتله. دې د جرمني ثابت او غښتلي اقتصاد ته اشاره هم وکړه. که څه هم جرمني اقتصادي سياست ډير کاميابه ، او په رواني لحاظ آرامي رامنځته کوي، خو اوسنی اقتصادي بحران هم تريخ واقعيت دی.
په همدې دليل د جرمني حکومت کولای سي ،بيرته يوازي د اقتصادي ودي پر تدابيرو تکیه وکي ، چي هغه عبارت دي د هغو تشويقي تدابيرو څخه چي د مفليسو شرکتو دپاره هغه بيله هغه هم دونه ارزښت نلري. د هغوی دپاره اصلاً پدې اطمينان او ډاډ نه راپيدا کيږي،چي مثلاً د کاله يې د موټرانو په ماليه کي يو څو ايرو کمي يا ډيري سي.
ديوه طرفه د جرمني حکومت د اروپا اقتصادي ودي د پروګرام عملي کول ډير ګران بولي، او دبله طرفه يې ددې چانس څخه استفاده نده کړې، چي ماليات راکښته کي.
په دې ډول نو سړی ويلای سي چي د جرمني د نوي کال په بودجه کښي نوي شيان او نظريات نسته. د مخ د نړيوال کيدونکي اقتصاد پر وخت که څه هم د غټو فاجعو مخنيوی کوي،په کومو کي چي مثلاً په بانکونو کي د سپما کونکو د پيسو ضمانت کوي، خو هغه هم يو حد لري.