د جرمني د لوږي مرستندويه سازمان به په سوماليا کښي خپل کار ته ادامه ورکي
۱۳۸۶ بهمن ۲۴, چهارشنبهاعلان
صحت يي هم ښه دی . ده د تليفون د لاري ويلي دي ، چه د يرغمل کونکو لخوا ورسره ښه برخورد سوی دی . دی په دې ترڅ کښي بيرته د سوماليا د شمال لويديز ښار اريګاوو Erigavo ته تللی دی .
دی پرون دغه ښار ته نژدې د سومالي لينډ په جلا سوي ايالت کښي د خپل موټر څخه وتښتول سو . دسوماليا پوليسو نن سهاروختي د يرغمل کونکو پر سنګرو باندي په غروکښی حمله وکړه ، او هغه يې ايله کۍ . په دغو عملياتو کښی دوه تنه يرغمل کونکي هم ټپيان سوي دي .
د جرمني د لوږي سره د مبارزې د مرستندويه سازمان يوې وياندي وويل ،چي دوی به په سوماليا کښي خپل کار ته ادامه ورکي، خو تر نورو شرايطو لاندي .