د بګرام زندانيانو ته نور ډير حقوق په پام کي نيول سوي
۱۳۸۸ شهریور ۲۲, یکشنبهله دغي موضوع څخه د نيويارک ټايمز او واشنګتن پست ورځپاڼو رپوټونه ورکړي دي. د نيويارک تايمز د نن ورځي د انترنتي ګڼي د رپوټ له مخي چي د امريکا متحده ايالتو د دفاع وزارت او د بنديانو د وکيلانو له خولي يي خپور کړي دی، د متحده ايالاتو د حکومت د يوي نوي پاليسي له مخي چي په راتلونکو څو ورځو کي به اعلان شي، د بګرام په امريکايي زندان کي 600 بنديان له زياتو حقوق څخه برخه من شي.
د دغي پاليسي له مخي، هر بندي ته به د متحده ايالاتو د پوځ له ليکو يو حقوقي مشاور وټاکل شي. البته دغه مشاور د مدافع وکيل حيثيت نه لري، خو کولاي شي چي د خپل اړوند مؤکل لپاره اسناد او شواهد ټول کړي او د دغو اسناد او شواهدو له مخي په يو پوځي کميسيون کي د هغه د بندي کيدو په وجوهاتو بندي غور وشی.
ځيني بنديان له شپږو کلونو را په دي خوا په بګرام کي ساتل شوي دي. د ګوانتانامو د زندان د بنديانو په خلاف د بګرام زندانيان نه د مدافع وکيلانو د درلودلو حق لري او نه خپله دا حق لري چي د هغه پر خلاف عنوان شوي تورونه واوري او يا يي رد کړي. هغوي باندي يواځي د « جنګي دښمن» تور لګول شوي او زندان کي شپي او ورځي تيروي. کله چي د نيويارک تايمز ورځپاڼي د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت څخه پوښتنه وکړه چي دغه زندانيان په څه جرم نيول شوي دي او اوس څه نوي اقدام د هغو په هکله نيول کيږي ، د هغه وزارت يو چارواکي د خپل نوم د نه بربڼدولو په شرط يي وويل: « مونږ نه غواړو او نه بايد دلته څوک وساتو.»
د واشنګتن پست د ورځپاني د رپوټ له مخي، د بشري حقونو سازمانونو د متحده ايالاتو دغه نوی اقدام په سمه لار کي يو يو ګام بللي دیب، خو دا يواځی بسيا نه کوي.
د نيويارک تايمز ورځپاني د رپوټ له مخي پوځيان او د بشري حقونو مدافعين ټينګار کوي چي دا تر اوسه پور ي معلومه نه ده چي څومره ژر او په بشپړه توګه به دغه نوي پاليسي د عمل په ډګر کي پلي کړاي شي. په عين وخت کي ځيني ملاحظات موجود دي چي ښايي کافي مسلکي کسان موجود نه وي چي له بنديانو څخه استازيتوب وکړي.
د بشري حقونو فعالين وايي چي د بګرام بنديانو په تيرو مياشتو کي د غير انساني وضعيت او شرايطو پر خلاف احتجاحونه کړي دي.
AG/DPA und Reuters/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل